د غزه ډرون پروازي آزموینې په کامیابۍ سره ترسره شوې
Apr 18, 2022 08:09 Asia/Kabul
د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران له خوا جوړ شوی (غزه ډرون) په بشپړه توګه عملیاتي شوی دی او په ډول ډول معلومونکو او جنګي ماموریتونو کښې ترې کار اخیستل کیدې شي
د سپاهِ پاسداران په لاس د جوړ شوي غزه ډرون د وزرو پلن والی ۲۱ میټره دی او ۳ زره ۱۰۰ کیلوګرامه وزن لري چې د ۵۰۰ کیلوګرامو په اندازه مختلفې محمولې وړلې شي.
د سپاه پاسداران د هوا فضا ځواک د قومندان سردار امیر علي حاجي زاده په وینا دا ډرون په یو وخت د ۱۳ بمونو د وړلو توان لري.
غزه نومې بې پایلټه الوتکه ۳۵ ساعته پرله پسې الوت کولې شي او د الوت لوړتیا یې ۳۵ زره فټه او چټکتیا یې په یو ساعت کښې ۳۵۰ کیلومیټره ده.
غزه ډرون د شاهد ۱۲۹ نومي ډرون په پرتله چې د سپاه پاسداران یوه ډیره مهمه بې پایلټه الوتکه ده، ډیرې وړتیاوې او قابلیتونه لري.