ایران ته د عراق د پارلمان د مشر سفر، دوه ګاونډي هیوادونه او مشترکې ګټې
(last modified Thu, 28 Apr 2022 10:50:04 GMT )
Apr 28, 2022 15:20 Asia/Kabul
  • ایران ته د عراق د پارلمان د مشر سفر، دوه ګاونډي هیوادونه او مشترکې ګټې

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د عراق د پارلمان له مشر سره په لیدنه کې ویلي:  دواړه هیوادونه د هر اړخیزو اړیکو د پراخولو جدي اراده لري او هیڅ یو عامل د ایران او عراق ولسونو تر مینځ ژورې اړیکې نه شي ورانولای.

د عراق د پارلمان مشر محمد الحلبوسي تېره ورځ د یوې جګپوري پلاوی په مشري تهران ته راغی او د ولسمشر رئیسي او خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په ګډون له ایراني چارواکو سره خبرې اترې وکړې.

د ایران خارجه وزیر الحلبوسي سره په لیدنه کې تاکید وکړ چي ایران په عراق کې له روان سیاسي بهیر څخه ملاتړ کوي او یو پیاوړی عراق په سیمه کې د امنیت او د ثبات تضمینوونکي بولي.

الحلبوسي د ایران له ملاتړ څخه په مننې سره، وویل: د عراق اساسي قانون د ګاونډیانو په ضد سازمانونو او عناصرو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

ایران او عراق د دوو ګاونډیو هیوادونو په توګه په اقتصادي ، سیاسي او امنیتي ډګرونو کې دوامداره سلامشورې کوي چي په دې چوکاټ کې څه موده مخکې هم د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین هم تهران له خپل سیال سره د کتنې په موخه سفر کړی و.

د ګازو او د برقو د صادراتو د امله په عراق باندې د ایران پاتي شوي پورونه، سرحدي سیند او چاپېریالیز مسالې  او د امریکې او د صهیونیستي رژیم د لاسوهنو په څېر د ستونزو سره سره، د دواړو هیوادونو چارواکي  د ښه ګاونډیتوب په چوکاټ کې د یادو مسایلو هوارېدو ته جدي اراده لري.

په لوېدیځه اسیا کې په عربو هیوادونو کې عراق تر ټولو زیات ایران سره فرهنګي او مذهبی نژدېوالې لري، د ایران په ګاونډیانو کې تر ټولو اوږد سرحد، توکمیز ، تاریخي، ژبنیز  او مذهبی مشترکات، همدارنګه مشترکي ګټې او امنیتي ګواښنه د ایران او عراق د مناسباتو مهمې ټکي بلل کیږي.

د ایران اسلامي جمهوریت په عراق کې دوامداره امنیت او سیاسي ثبات یوه ملي او سیمه ایزه اړتیا بولي او تل د عراق د ولس د غوښتنو او د هیلو پوره کېدو لپاره له خپلو ظرفیتونو کار اخلي، ایران په عراق او د سیمي په هیوادونو کې د امریکې او د اسرائیلو خوځښتونو ته په پام سره تل ټینګار کړی  چي هر ډول اقدام ته چي د سیمي او د ایران امنیت ته خطره رامینځ ته کوي په جدیت سره ځواب وایي.

حقیقت خبره دا ده چي ایران په وروستیو کلونو کې د سیمي د کړکېچونو په هوارولو کې په تېره بیا ترهګریو سره په مبارزه کې په عراق او سوریه کې کارنده رول لوبولي دی او له ګاونډیو هیوادونو څخه هم تمه لري چي د داسي عواملو مخنیوي وکړي چي د سیمي امنیت او ثبات ته خطره رامینځ ته کوي.

د اقتصادي له نظره هم د ایران او عراق اړیکې مخ په پراخېدو دي، په وروستیو کلونو کې هم عراق تر چین وروسته د ایراني توکو د صادراتو تر ټولو لوي مقصد پاتي شوی ، په تېره یوه لسیزه کې د ایران د صادارتو زیاتره برخه عراق ته ځي او د ایران د ګمراکاتو د شمېرنې له مخې د تېر په لومړیو اوو میاشتو کې کابو پنځه نیم میلیارد ډالره توکي عراق ته صادر شوي دي، دا په داسي حال کې دی چي د دواړو هیوادونو د ګد اقتصادي کمیسیون په غونډه کې تاکید شوی چي د دواړو هیوادونو تر مینځ سوداګری باید ۲۰ میلیارد ډالرو ته ورسیږي.

ایران د عراق د برق تر ټولو لوی تامینوونکی بلل کیږي.

ښکاره خبره ده چي د ایران او عراق تر مینځ د اړیکو پراختیا او د سوداګریو زیاتېدا او په سیمه کې د ثبات او امنیت پیاوړي کېدا د دواړو هیوادونو د ملي ګټو په لړ کې دي، په همدې چوکاټ کې د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي سره په تماس کې د دې په بیانولو چي د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو پراختیا له زیات اهمیت څخه برخمن دی، وویل:  د ایران د دیارلسم دولت بهرني سیاست ګاونډیو او د سیمي هیوادونو سره په اړیکو ولاړه ده او په مینځ و مان کې عراق له بې سارې ځایګی څخه برخور دی.

 

 

 

ټیګونه