سږ کال به ۴۰ زره کسان له ایران څخه د حج مراسمو ته واستول شي
(last modified Fri, 06 May 2022 02:14:52 GMT )
May 06, 2022 06:44 Asia/Kabul
  • سږ کال به ۴۰ زره کسان له ایران څخه د حج مراسمو ته واستول شي

د حج او د زیارت په چارو کې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر استازی ویلي چي سږ کال به له ایران څخه ۴۰ زره کسان د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.

د حج په چارو کې د رهبر استازی حجت الاسلام سید عبدالفتاح نواب د قم په سپېڅلی ښار کې د سترو دیني عالمانو سره په لیدنه کې وویل چي د سږ کال د حج په مراسمو کې به ایرانیانو ته د ګډون زمینه برابره شي.

هغه زیاته کړې چي عربستان د حج په مراسمو کې د ۴۵ سلنو ایراني زیارتوالو له ګډون سره موافقه کړې ده.

د سره میاشتې د کمیټې د حاجیانو د چارو مرستیال طاهر درودی د دې په بیانولو چي عربستان خپل د نظر وړ د واکسنونو لیسټ خپور کړی دی وویل: د سینوفارم، استرازنکا او اسپیوتنیک په څېر واکسنونه په یاد لیست کې شامل دي چي دغه واکسنونه په ایران کې خلګو ته ورلګول شوي دي، حاجیان باید لږ تر لږه دوه ډوزه واکسن لګولی وي.

د ویلو ده چي د ایراني حاجیانو لومړنی پرواز به د جوزا یا د غبرګولي د میاشتې په۲۳ تر سره شي.

 

ټیګونه