ایران د مصر په سینا دښته کښې حمله وغندله
زمونږ خبریال وايي د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده په سینا دښتې کښې د مصر په پوځ ترهګره حمله چې د یوشمیر عسکرو د وژل کیدا او ژوبلیدا سبب شوه وغندله .
خطیب زاده وویل د ترهګرۍ له ښکارندې سره مقابله چې له بده مرغه په مسلمانو هیوادونو کښې او د خارجي بهیرونو په ملاتړ سره زیاته شوي ده له یوبل سره د سیمې د هیوادونو نږدې ملګرتیا ته ضرورت لري .
د سوئز کانال په ختیځ کښې د مصر د پوځ په مرکزونو باندې د ترهګرو عناصرو په تیرې شنبې ورځ حملې کښې د پوځ د یوه(۱) افسر په شمول یولس(۱۱) عسکر وژل شوي او پینځه(۵) نور ژوبل شوي وو .
داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګرې ډلې د دغه حملې ذمه واري پرغاړه اخیستي ده .
په مصر کښې د ترهګرو حملو او د ناامنیو زیاتیدل له ولسمشر عبدالفتاح السیسي څخه د خلکو د سخت خپګان سبب شوي دي .