May 28, 2022 05:41 Asia/Kabul
  • د فارس خلیج په سمندر کې د سپاه پاسداران له لوري د دوو یوناني کښتیو نیول کېدا

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواکونو د فارس خلیج په اوبو کې د دوو خلافورزي کوونکو یوناني تېل وړونکو کښتیو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواکونو د یوې بیانیې په صادرولو سره، اعلان وکړ چي د سپاه سمندري ځواکونو تېره ورځ د ځینو خلافورزیو د امله دوې یوناني تېل وړونکې کښتۍ نیولي دي.

دغه اقدام تر هغه وروسته وشو چي د یونان سمندري ځواکونو په غیرقانوني توګه د ایران یوه تیل وړونکي کښتۍ یې په سمندر کې نیولې وه او امریکایانو ته یې ورسپارلې وه.

تیرو ورځو کې امریکا ادعا کړي وه چي د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د ایران د تیلو په پلور کې ونډه لري او په دې توګه یې د ایران د تیلو په پلور یې بندیزونه ولګول.

په وروستیو ورځو کې هم د ایران خارجه وزارت د یونان د سفارت شارژدافیر یې احضار کړی و او له دغه هیواده غوښتنه کړې وه چي د سمندري غلا څخه ډډه وکړي. د ایران اسلامي جمهوریت هم یونان ته د سزا د ورکولو لپاره د دې هیواد تیل وړونکي کښتۍ یې نیولي دي.

د امریکا د سمندري ځواکونو یو قومندان تیموتی هاوکینز هم د دې مسالې په غبرګون کې ویلي چي په دې اړه څېړنې رواني دي.

 

ټیګونه