د امریکا یواړخیزه بایکاټونه، د سلامتیا په برخه کښې د مرګ ژوبلو د زیاتیدا عامل :-
(last modified Sat, 28 May 2022 11:32:52 GMT )
May 28, 2022 16:02 Asia/Kabul
  • د امریکا یواړخیزه بایکاټونه، د سلامتیا په برخه کښې د مرګ ژوبلو د زیاتیدا عامل :-

د ایران د روغتیا وزیر بهرام عین اللهي وویل د امریکا مالي او بانکې بایکاټونه د نړۍ د سلامتیا په حوزه کښې د مرګ ژوبلو د زیاتیدا سبب شوي دي .

هغه په جینیوا کښې د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او(WHO) په اوه پنځوسمې غونډې کښې په دې خبرې سره  چې اقتصادي او مالي جنګونه د ټولنو سلامتیا او روغتیا ته زیات تاوانونه رسوي وویل د امریکا یواړخیزه قهرجن اقدامات د کورونا ویروس د اغیزونو د زیاتیدا او طبي تجهیزاتو او واکسینونونو ته د ایران د خلکو د لاسرسي د محدود کیدا سبب شوي دي  .

د ایران اسلامي جمهوریت په ۱۳۵۷ هجري لمریز کال کښې د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته د خارجي تجارت ، تیلو د مالي او د بانکې خدماتو په برخه کښې له ډیرو بایکاټونو سره مخامخ شوی دی ، خو د شرکتونو په تیره بیا په مالي او تجارتي برخه کښې په دوه زره اتلسم میلادي کال کښې د امریکا یواړخیزه او غیرقانوني بایکاتونو  نیغ په نیغه او په غیر مستقیم ډول په خلکو برید وکړ او حتی طبي تجهیزاتو او  درملو ته د ناروغانو لاسرسی یې محدود  کړ .

د ایران پرضد د امریکا یواړخیزه بایکاټونه چې د نورو هیوادونو له ګواښونو او د لیبراتورانو د تجهیزاتو د انتقال، د خاصو او د سمدستي درملو د خرڅولو ، د طبي او د روغتیایي مرکزونو په تجیهزاتو د سمبالولو او د خدماتو د وړاندې کولو له مخنیوي سره یوځاې وو د طبي محصولاتو او د شیانو د راتلو لپاره د شرکتونو ټرانسپورټ او په  بیمې ، په  ډالرو او مالي تبادلې کښې هم یوشمیر مشکلات رامینځته کړل چې د ایران د خلکو په سلامتیا یې منفي اغیزونه کړي دي .

په حقیقت کښې  په  درملو او د درملنې په  تجهیزاتو  باندې د بایکاټ د نشتون په هکله د امریکا له ادعا سره سره د نړۍ ډیرو بانکونو ، موسسو او شرکتونو له احتمالي سزاګانو د ویریدا په وجه له ایران سره په تجارت کښې ډیر محتاطانه عمل وکړ؛ د بیلګې په توګه د سویډن شرکت «مونلیکه » د امریکا د بایکاټونو په دلیل په ایران کښې د اي بي (EB) ناروغۍ د ناروغانو لپاره د طبي پټیو له استولو ډډه وکړه .

دا په داسې حال کښې دي چې په ایران کښې د اي بي(EB) ناروغۍ کابو دولس سوه ناروغان دغو طبي پټیو ته سمدستي ضرورت لري .

د بشري حقوقو په چارو کښې د ملګروملتونو کارپيژاندو د تیر میلادي کال په اکتوبر میاشت کښې په یوه راپور کښې هغو مشکلاتو ته په اشارې سره چې په ایران کښې ځینې ناروغان د امریکا د بایکاټونو په وجه د خپل د ضرورت وړ د درملنې تجهیزاتو او درملو ته د لاسرسي لپاره ورسره مخامخ دي ټینګار وکړ دغه بایکاټونه له بشري حقوقو په تیره بیا د سلامتیا له حق څخه د ناروغانو د برخوریدا  خنډ کیږي .

ښکاره خبره ده چې د امریکا یواړخیزه بایکاټونه چې د ملګروملتونو له اجازې پرته اعمالیږي د نړیوالو حقوقي اصولو له نظره ناجایز او په نړیوالې ټولنې کښې د قانون د واکمنۍ له اصل سره توپیر لري؛ دغه بایکاټونه چې په حکومتونو باندې د سیاسي دباونو د راوړلو په پلمه لګول شوي دي، په هدف وړ هیوادونو کښې د بشري حقوقو خلاف ورزۍ کوي؛ د بشري حقوقو د نړیوالې اعلامیې پینځویشتمه (۲۵) ماده وايي: هر وګړی د ټولنیزې اړتیا وړ د خدماتو ، او د روغتیايي څارنو او د کور ، لباس او د خواړو په شمول د خپلې کورنۍ د خپلې هوساینې او د روغتیا له پلوه د یوه معیاري ژوند د  کولو حق لري .

د ملګروملتونو ځانګري راپورټرې النا دوهان له بشري حقوقو په ګټه پورته کولو کښې د  یواړخیزه قهریه اقداماتو د منفي اغیز په هکله ویلي دي هغه بایکاټونه چې په ایران باندې لګول شوي دي، د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا او د عمومي اسمبلۍ له نظره د توجیه وړ نه دي؛ دغه بایکاټونه د ایران د بانکونو د بایکاټ د شیانو د صادریدا د بایکاټ او د درملو او د خوراکي شیانو د بایکاټ سبب شوي دي کوم چې د حکومت د عاید د کمیدا او د شیانو د بیو د زیاتیدا او د کورنۍ د سرپرستو میرمنو او د پناه غواړو کسانو او د کمزورو پرګنو د بې وزله کیدا سبب شوي دي .

پر دې اساس امریکا په داسې حال کښې چې په ټوله نړۍ کښې له بشري حقوقو د ملاتړ ادعا کوي د بایکاټونو له لارې د ایران د خلکو د اساسي حقوقو خلاف ورزۍ ته دوام ورکړی دی؛ بایکاټونه له اقتصادي پلوه یو جنګي اقدام ګڼل کیږي ځکه تر بایکاټ لاندې هیواد کښې عادي ښاریز له ډیرو کړاونو او دردونو سبب کیږي  او هغوې د لومړنیو حقوقو له خلاف ورزیو سره مخامخ کوي .

 

ټیګونه