جنرال باقري د پوځ پټې ډرون اډې کتنه وکړه
د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز د هیواد د پوځ د بې پایلټه الوتکو د ځمکې لاندې اډې کتنې ته لاړ
سردار جنرال محمد باقري په دغې کتنې کښې د پوځ له ډول ډول یرغلیزو او لرواټنه ډرونز د تولید په برخه کښې له وروستیو توانمنیو خبر کړی شو.
د وسله والو ځواکونو لوې درستیز د پوځ د ۳۱۳ نومئ ډزون سټراټیجکې اډې د کتنې په دوران کښې د دوو نویو بریاؤ مخ کتنه وشوه.
وړومبۍ لاسته راوړنه د حیدر-۱ په نامه کروز توغندې دی چې د کمان-۲۲ او فطرس ډرونز په وسیله د وړلو وړ معرفي شوی دی.
دغه توغندی ۲۰۰ کیلومیتره واټن وهي او چټکتیا یې په هدف باندې د لګیدو په وخت په ساعت کښې ۱۰۰۰ کیلومیټره دی.
حیدر کروز توغندې د ایران وړومبنې کروز میزایل دی چې له بې پایلټه الوتکې څخه د توغول کیدو وړ دی.
او بله لاسته راوړنه د حیدر-۲ په نامه کروز ډرون دی چې په هیلي کوپټر سره وړل کیدې شي.
د دغې پټې اډې په عملیاتي کیدو سره چې د ځمکې څو سوه میټره تل کښې ډیزاین شوې او جوړه شوې ده، د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کښې د بې پایلټه الوتکو په برخه کښې د سیمې په بر قدرت بدل شوی دی.
د ډرون یا بې پایلتټه الوتکو د جوړولو په برخه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت پرمختګونو ته په پام سره دا هیواد په سیمه کښې د څارنې او معلومونې، هدف موندنې او د یرغلیزو عملیاتو په لړ کښې خپل لوړ ارزښت څرګند کړی دی.