په مشهداوقم کې د حضرت بی بی معصومه (س) د زوکړې جشن ولمانځل شو
(last modified Wed, 01 Jun 2022 07:51:41 GMT )
Jun 01, 2022 12:21 Asia/Kabul
  • په مشهداوقم کې د حضرت بی بی معصومه (س) د زوکړې جشن ولمانځل شو

د دغې قدرمنې بي بي چې په کریمه اهل بیت مشهوره ده، د زوکړې د کلیزې په ورځ د ایران اسلامي جمهوریت په خوشالیو کښې ډوب وي او خلک د قم په سپیڅلي ښار کښې د هغې پاک حرم او هم داشان په نورو مذهبي ځایونو کښې په راغونډیدو سره د دې ورځې جشن او خوشالي لمانځي اوکورنۍ خپلو لوڼو ته ډالۍ ورکوي .

 

نن د ذي القعدې د میاشتې لومړۍ نیټه د اووم معصوم امام حضرت موسی کاظم علیه السلام د قدرمنې لور او حضرت امام رضا علیه السلام قدرمني خور حضرت فاطمه معصومه(س) د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده

بي بي فاطمه معصومه چې د ۱۷۳ هجري قمري کال د ذي قعدې د میاشتې په وړومبۍ نیټه په مدینه منوره کښې دنیا ته راغله، له فضائلو ډکه وه.

د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د بي بي معصومې سلام الله علیها د زوکړې کلیزه د جینکو او لوڼو ورځ نوموله شوې ده.

د دغې قدرمنې بي بي چې په کریمه اهل بیت مشهوره ده، د زوکړې د کلیزې په ورځ د ایران اسلامي جمهوریت په خوشالیو کښې ډوب وي او خلک د قم په سپیڅلي ښار کښې د هغې پاک حرم او هم داشان په نورو مذهبي ځایونو کښې په راغونډیدو سره د دې ورځې جشن او خوشالي لمانځي اوکورنۍ خپلو لوڼو ته ډالۍ ورکوي .

مونږ هم د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا د رسول ا...مبارک د پاکې کورنۍ مینه والو او تاسو عزیزانوته د دې ورځې مبارکي وایو.

 

ټیګونه