ستر لارښود د امام خمیني رح مراسمو ته وینا کوي
(last modified Thu, 02 Jun 2022 00:12:41 GMT )
Jun 02, 2022 04:42 Asia/Kabul
  •  ستر لارښود د امام خمیني رح مراسمو ته وینا کوي

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د رحلت د کلیزې په مراسمو کښې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د وینا کولو خبر ورکړ.

د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د غبرګولي د میاشتې ۱۴ یعني د ۲۰۲۲ میلادي کال د جون د میاشتې ۴ نیټه د ایران د اسلامي انقلاب د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د رحلت له کلیزې سره سمون خوري.

د ایران د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا وویل د اسلامي انقلاب ستر لارښود به د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د رحلت په دستورو کښې وینا وکړي.

د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د رحلت درې دیرشمې دستورې د کورونا له دوو کلنو شرایطو وروسته روان کال په حضوري ډول او البته د روغتیایې پروټوکولو په رعایتولو سره ترسره کیږي.

 

ټیګونه