صهیونیسټان د اسلامي نړۍ فوري مصیبت دی
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې خبرې سره چې صهیونیسټان د اسلامي نړۍ فوري او نغد مصیبت دی، څرګنده کړه: صهیونیسټي رژیم هغه حکومتونه استثماروي چې ورسره د اړیکو د ښه کولو په لور ځي
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د سږ کال د حج د کارکونکو په کتنه کښې زیاته کړه: د صهیونیسټانو د دسیسو او پلانونو ایشوا کول په حج کښې یو ضروري کار دی او عرب او غیرعرب حکومتونه چې د ولسونو د غوښتنې په اپوټه او د امریکې په غوښتنه له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو د ښه کولو په لور تللي دي،پوه دې شي چې دغه ناستې پاستې به د صهیونیسټي رژيم له خوا د هغوي له استثمار پرته هیڅ نتیجه ونه لري.
حضرت آیت الله العظمی خامنه اي دې ته په اشارې سره چې حج د اسالمي امت د یووالي نښه ده، څرګنده کړه: باید پوره پوره هڅه وشي چې د مسلمانانو د یووالي موضوع ته هیڅ تاوان ونه رسیږي ځکه چې اختلاف په تیره بیا د شیعه او سني ترمینځ اختلاف اچول د انګریزانو یو چل ول دی.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د نورو هیوادونو له زیارتوالو سره ښې او روښانونکې اړیکې او له قرآن او ښو قاریانو څخه ګټه اخیستل د اتحاد د زیاتوالي یوه زمینه وبلله.
دوي د کوربه حکومت درنو دندو او د اسالمي نړۍ د ګټو په بنیاد یې د عمل ضرورت ته اشاره وکړه او ویې ویل: د ټولو زیارتوالو په تیره بیا د ایراني حاجیانو د امنیت تامینول او د تیرو غمیزو د تکراریدو مخنیوی او هم داشان د لګښتو په زیاتیدو کښې بیا کتنه، د ایران د اسلامي جمهوریت جدي غوښتنې دي.
حضرت آیت الله العظمی خامنه ای ( د ګډ صلحه ایز ژوند تعلیم)، (ساده ژوند) او (له ګناهونو څخه ډډه کول) د حج له مهمو درسونو څخه وبلل.