د مسلمانانو د یووالي او له صهیونیسټي رژیم سره له اړیکو د ډډه کولو سپارښتنه
(last modified Wed, 08 Jun 2022 12:05:54 GMT )
Jun 08, 2022 16:35 Asia/Kabul
  • د مسلمانانو د یووالي او له صهیونیسټي رژیم سره له اړیکو د ډډه کولو سپارښتنه

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې خبرې سره چې صهیونیسټان د اسلامي نړۍ فوري او نغده بلا او مصیبت دی، څرګنده کړه: صهیونیسټي رژیم هغه حکومتونه لوتي چې ورسره د اړیکو د ښه کولو په لور ځي.

حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي نن د سږني حج د کارکونکو او برابرونکو په کتنه کښې زیاته کړه: د صهیونیسټانو د دسیسو او پلانونو رسوا کول په حج کښې یو ضروري کار دی او کومو عرب او غیرعرب حکومتونو چې د امریکې په غوښتنه او د خپلو ولسونو د خوښې خلاف، له صهیونیسټي رژیم سره اړیکې ښې کړې دي پوه دې شي چې دغه ناستې ولاړې به د صهیونیسټي رژیم په لاس د هغوي له لوټل کیدو او استثمار پرته هیڅ نتیجه ونه لري.

په اسلامي بیدارۍ باندې له ختمو شویو بدلونونو نه تر مخکښې پورې د عرب هیوادونو او صهیونیسټي رژیم ترمینځ اړیکې زیات نه زیات د جوړجاړي د طرحو په شان مسائلو پورې وې او سعودي عربستان چې ځان د عرب هیوادونو مشر بولي، هڅه یې کوله چې د فلسطین له مسئلې څخه ضمني ملاتړ وښايي خو په عربستان کښې د محمد بن سلمان په ولیعدۍ سره چې له امریکې سره د اړیکو د پراخولو په لټه کښې دی، د قدس له نیواکګر رژیم سره د اړیکو د سمولو موضوع هم مطرح شوه او په دوام کښې د عربستان له سیاستونو سره ملګرو څلورو عرب هیوادونو له دغه رژیم سره  اړیکې جوړې کړې.

متحده عرب اماراتو د ۲۰۲۰ کال په ستمبر کښې د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکې د هغه وخت د حکومت په مینځګړیتوب سره د (آبراهم موافقې) په نامه د قدس له نیواکګر رژیم سره د اړیکو د سمولو موافقه لاسلیک کړه او له دغه رژیم سره یې په رسمي توګه سفارتي اړیکې ټینګې کړې. له اماراتو وروسته د بحرین، سوډان او مراکش درې هیوادونه هم په ابراهم موافقه کښې شامل شول او له صهیونیسټ رژیم سره یې اړیکې ټینګې کړې.

شک نشته چې صهیونیسټي رژیم په نیواکګرۍ کښې په اوږدې مخینې او انساني ضده او د بشري حقوقو په تیره بیا د فلسطین د ولس خلاف رویو سره هیڅکله د داسې صلحه ایزو اړیکو په لټه کښې نه دی پاتې شوی چې د سیمې د مسلمانو ولسونو د ګټو ضمانت ورکړي بلکې په سیمه کښې له یوازې توبه د وتلو، د سیاسي، اقتصادي، کلتوري او پوځي  نفوذ له لارې د اسلامي ټولنو د کمزورې کولو او هم داشان د نیواکګرۍ او پراختیا غوښتنې په شان خپل اهداف تعقیبوي.

د اقتصادي چارو اردني کارپوه حسان عایش په دې هکله وايي: د اردن او اسرائیلو جوړې شوې اړیکې ډیرې کمزورې دي چې هغه هم د خلکو له سخت مخالفت سره مخ دي، اسرائیلو د اړیکو د ښه کولو د موافقو په ترڅ کښې هڅه کوي چې په سیمه او نړۍ کښې خپلې ګټې پیاوړې کړي او او د عربو هیوادونو بازارونو ته ځان ورسوي ځکه چې له دغو موافقو مخکښې تقریباً په منزوي حالت کښې و.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کښې دې ټکي ته په اشارې سره چې حج د اسلامي امت د یووالي نښه ده، وویل: باید پوره پوره هڅه وشي چې د مسلمانانو د اتحاد په کار کښې هیڅ خلل رامینځته نه شي ځکه چې د اختلاف په تیره بیا د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ د اختلاف رامینځته کول د انګریزانو یو چل ول دی.

د مسلمانانو ترمینځ تفرقه اچول او د اسلامي مذهبونو د اختلافي ټکو غټول هغه ډیر مهم اقدام دی چې انګلستان او امریکا له کلونو مخکښې راهیسې د مسلمانانو او اسلامي ټولنو خلاف کارولی دی. د دې کار څرګنده نمونه د انګلیسي شیعه و بهیر دی چې اصلي ځانګړتیا یې په شیعه و کښې د تندلارو او خونړیو څیرو ښودل، د شیعه او سني ترمینځ د اختلافي مسائلو دودول او له سیاست څخه د دین جلا کول دي. هم دا اوس لسګونه سپوږمکیز چینلونه او ویبسایټونه د دغې تفرقه اچونې د تبلیغ او دودولو لپاره فعال دي چې د زیاترو مالي لګښت یې له انګلستان یا امریکې څخه برابریږي.

څرګنده ده چې د مسلمانانو ترمینځ د هر ډول اختلاف رامینځته کیدل سبب کیږي چې د اسلامي امت توان او انګیزې په داخلي اختلافاتو ولګي او خپل اصلي دښمن ته له پاملرنې غافله شي او دا هم هغه د دښمنانو غوښتنه ده. لکه څنګه چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر ټینګار کړی دی، انګلیسي شیعه او امریکايي سني یوشان دي، ټول د یوې قینچۍ دوه تیغونه دي، او کوشش یې دا دی چې مسلمانان په خپلو کښې وجنګوي.

*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه