په قم کښې د امام رضا علیه السلام د زوکړې مراسم ترسره کيږي
زمونږ خبریال وايي د حضرت بي بي فاطمه معصومه سلام الله علیها د سپیڅلي حرم کلتوري مرستیال حجت الاسلام مهدي احمدي د شیعه مسلمانانو د اتم امام حضرت رضا علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په شپې او ورځ د کرامت د میرمنې په حرم کښې د امام رضا د زوکړې د جشنونونو د ترسره کولو خبر ورکړ.
سبا شنبې ورځ د ۲۰۲۲ میلادي کال د جون یولسمه او د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې یولسمه نیټه ده کومه چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د اتم امام حضرت ثامن الحجج علي بن موسی الرضا علیه السلام له نیکمرغه زوکړې سره سمون خوري.
د حضرت فاطمه معصومه سلام الله علهیا د سپیڅلي حرم د کلتوري چارو مرستیال حجت الاسلام مهدي احمدي له مهر خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل په قم ښار کښې د بي بي معصومه سلام الله علیها په سپیڅلي حرم کښې د امامت او د ولایت د اسمان د اتم ځلانده ستوري حضرت امام رضا علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په شپې او ورځ د زوکړې جشنونه ترسره کیږي.