د امریکا ظالمانه او یواړخیزه بندیزونه به ختم شي
(last modified Sat, 11 Jun 2022 00:33:10 GMT )
Jun 11, 2022 05:03 Asia/Kabul
  • د امریکا ظالمانه او یواړخیزه بندیزونه به ختم شي

زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل د ایران اسلامي جمهوریت به په وارمخکې ګام کښې د امریکا بندیزونه بې اغیزې کړي ځکه چې په نړیوالو حقوقو کښې هیڅ ځاې نلري.

حسین امیر عبداللهیان چې هندوستان ته تللی دی پرون د ایران او د هندوستان ترمینځ د تجارت د پراختیا د فرصتونو د هیله ورکوونکو ګامونو په نوم غونډې کښې چې د حیدراباد د سوداګرۍ د کوټې د غړیو په ګډون سره وشوه وویل  د ایران حکومت کلک هوډ لري چې د اقتصادي پایدارې پراختیا پروګرام بشپړه کړي او هغه ګړندی کړي.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان ټينګار وکړ د امریکا ظالمانه او یو اړخیزه بایکاټونه به ختم شي او دوام به ونلري او د ایران ملت په مقاومت او هوشمندۍ سره په لومړي ګام کښې د امریکا بایکاټونه کم اغیزه کړل او په هره برخه کښې چې د ایران پرضد زیات بایکاټ ولګیده  نو هلته ایران ډیر پرمختګ وکړ.

هغه وویل د ایران چابهار بندر ښه بیخ بنایي لري او کولای شي له شمال څخه جنوب او له ختیځ څخه لویدیځ ته ټرانزیټي لارې برابرې کړي او د هندوستان حکومت او خصوصي برخې په چابهار بندر کښې مهم پانګوال دي.

 

ټیګونه