د ایران د حج او زیاراتو د ادارې مشر عربستان ته لاړ
د ایران د اسلامي جمهوریت د حج او زیاراتو د ادارې مشر بیګا د حجِ تمتع د عملیاتو په اجرا باندې د څارنې په موخه بیګا عربستان ته ورسید
د سږ کال په حج کښې ۳۹ زره او ۶۰۰ ایراني حاجیان ګډون کوي او عربستان ته د هغوي تګ د جون په دولسمه نیټه پیل شوی دی او د مدینې منورې او جدې دوو ښارونو ته د هغوي انتقال به د جولایۍ تر څلورمې نیټې دوام ولري.
د ایران پریس خبري آژانس د خبر له مخې د حج او زیاراتو د ادارې مشر سید صادق حسیني بیګا د مدینې منورې هوايي ډګر ته د رسیدو پر مهال د عربستان د حج او عمرې وزارت د څو تنو استازو او هم داشان د ایران د حج کمیټې د یوه ډله مدیرانو له هرکلي سره مخامخ شو.
ټاکل شوې چې هغه به په دغه سفر کښې د سږ کال د حج په اجرايي عملیاتو باندې له نزدې څخه څارنه وکړي او په ایراني زیارتوالو پورې اړونده چارې به له نزدې څخه وڅاري.