ایران په راتلونکو شپو ورځو کې ایټمي خبروبیرته پيلیدا ته تیار دی
د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست مشر جوزف بورل هم پخپلو څرګندونو کې ووئيل د ما لپاره دغې خبرې اصلی اهمیّت درلود چې یو نوی فرصت او نوي انګیزه رامینځةکړوڅو د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د لورو خبرې اترې بیا په پټلۍ روانې شي .
د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په تهران کې د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست له مشر جوزف بورل سره له درې نیم ساعته خبرواترو وروسته په ګډ خبری کنفرانس کې ووئيل ، نن ئې له جوزف بورل سره مثبتې اوجامعې خبرې کړي ، اروپا د مونږ لپاره له مهمه ځائيګي برخمنه ده .
حسین امیر عبداللهیان زیاته کړې ،هیله مند یوو ، له هر یو ه اروپائي هیواد سره په دوو اړخیزو اړیکو پسې او د خبرواترو په دوام کې او دغه راز له جوزف بورل سره مو ځيني موافقې کړي ،د مناسباتو د پراختیا او پرمختګ شاهد ووسو .
د ایران خارجه وزیر ووئیل ، دبندیزونو دلغوه کولو لپاره مو د ایران او نورو لورو دخبرواترو د دوام په بحث خبرې وکړې له جوزف بورل سره مو په مخکینیو خبرو کې وئيلي وو ، چې ایران تل د عزتمنې ډيپلوماسۍ له لارې یوې نتیجې ته د رسیدا هرکلی کوي او تاسو ته بلنه درکوم تهران ته راشئ. نو له جوزف بورل سره مو د ایران د غوښتنو په باب مفصلې دقیقې او ژورې خبرې وکړې او ټينګار مو وکړ ، تیار یوو ،په راتلونکو شپو ورځو کې خبرې اترې بیرته پیل کړو ، هغه څه چې د ایران لپاره مهم دي ، له هغې موافقې څخه د ایران اقتصادي دي چې په ۲۰۱۵کې شوي ده او هر هغه موضوع چې دمونږ اقتصادي ګټې تر اغیزولاندې راولي ،دایران د اوسني حکومت له نظره به د منلو وړ نه وي . هڅه کوو ، د هغو خبرواترو په لاره کې چې بیرته به پيل شي ، پر مشکلاتو او اختلافي ټکو برلاسه شو .
د ایران خارجه وزیر ووئیل ، په افغانستان کې پر ټولشموله حکومت مو ټينګار کړی او دغه راز د یمن والو ترمنیځ د خبرواترو په پیلیدا او دانساني کلابندۍ پر بشپړ لغوه کیدا مو هم ټينګار کړی دی .
د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست مشر جوزف بورل هم پخپلو څرګندونو کې ایران ته پخپل سفر د خوښۍ په څرګندولو سره ووئيل زما دسفر یوه اصلي موخه دا ده چې په ایټمی خبرواترو کې رامینځةشوی بندون ختم کړم ،دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب تاؤتریخوالي کم کړم د ما لپاره دغې خبرې اصلی اهمیّت درلود چې یو نوی فرصت او نوي انګیزه رامینځةکړوڅو د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د لورو خبرې اترې بیا په پټلۍ روانې شي . نو ټاکل شوې چې په راتلونکو ورځو کې دجامعې نړیوالې ایتمي موافقې په باب خبرې اترې بیرته پیل شي او دغږملونکي په توګه به پکې غوره رول ولوبوم .ځکه د غه موافقه ددرستې نړۍ لپاره مهمه ده .