د امریکا حقیقت پال نظر د ایټمي خبروښه نتیجه کیدلی شي
امیر عبداللهیان روښانه کړې ، اسلامی ایران په قدرت او منطق سره د ظالمانه بندیزونو د لغوه کولو لپاره هلوځلو ته دوام ورکوي .
د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر ووئيل ، د امریکا حقیقت پال نظر او له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې څخه د ایران داقتصاد په بشپړ ګټې کې دتل پاتې ضمانت اخستل ، راتلونکي کیدونکي خبرې نتیجه ورکونکي کولی شي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ، د بندیزونو د لغوه کونکو خبرواترو کې د ایران مرکچي او سیاسی مرستیال علی باقري ، په جدیّت او له خارجه وزارت سره په بشپړ غږملتیا کې دبندیزونو دلغوه کولو لپاره منطقي ، مستدلو او فعالو خبوراترو ته دوام ورکوي.
امیر عبداللهیان روښانه کړې ، اسلامی ایران په قدرت او منطق سره د ظالمانه بندیزونو د لغوه کولو لپاره هلوځلو ته دوام ورکوي .
د ایران په ضد دظالمانه بندیزونو دلغوه کولو په باب د ویانا د خبرواترو اتم پړاؤ چې د تیرکال ددسمبر په ۲۷نیټه پیل شوي وې ، دځينو تخینکي موردونو په سبب ځنډيدلي دي او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو شپو ورځو کې یو ځل بیا په احتمالی ډول په قطر کې بیرته پیل شي .
د ایران د خارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني په وینا، په قطر کې د اروپائي اتحادئې دبهرنی سیاست دمسئول له مرستیال او د خبرواترو مرستیال غږملونکي سره دعلی باقري په وروستیو خبرو کې د باقي پاتې موردونو په باب دایران عملیاتي نظرونه اووړاندیزونه مطرح شوي او مقابل لوري هم خپل ملاحظات وړاندې کړي دي . او په دې اړه د دواړو لورو تماسونه هم دوام لري .