د ایران داوسني حکومت بهرنی سیاست، انډولیز،خوځنده او هوښیار انداز
د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر ټینګار کړی ، دایران د اوسني حکومت بهرنی سیاست، متوازن، خوځنده ډيپلوماسۍ او د هوښیار تعامل بهرني سیاست په اساس دی .
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان بیګا ددې خبرې په کولو سره چې د ایران دحکومت دبهرني سیاست اساسی لومړیتوب ، له ګاونډیانو سره لازیاته ملګرتیا او تعامل دی ،زیاته کړې ده،د پيړۍد نوي پنځيدلي ښکارندې په توګه آسیادومره ډير ظرفیّتونه لري چې ځيني برخې ئې په ګاونډیانو کې موجودې دي .
د ایران داسلامی جمهوریت دیارلسم حکومت له خپل کار پیلولو رانیولې تر دې دمه ښودلې ده چې په بهرني سیاست کې په انډول باؤر لري او له ګاونډیانو،مسلمانو او هم ګټو هیوادونو سره دملګرتیا په پراختیا ولاړ دی .
د ایران په اوسني حکومت کې دبهرني سیاست انډولیزه آئيډیا،له ختیځي او لویدیځي قدرتونو سره په عین توجه او ټينګار کې،په بهرنیو اړیکو کې په چورلټ ډول د لویدیځ پالنې په نفي کولو پسې ده.
د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي قدرت ته په رسیدا سره ، دایران په اسلامی شورا یا پارلیمان کې د ولسمشرۍ د لوړې په دستورو کې ، د اوسنۍ نړۍ لړزانتیا ته په اشارې سره ټینګار کړی دی،د ملتونو دګټو تامینیدا،دانډولیز او بریالي بهرني سیاست، نوي راپنځيدلو قدرتونو سره له سټراټژيک تعامل او دنوي نړۍ له درک سره مشروطه ده .
سیمه پال سیاست،ختیځ ته نظر،د شانګهائي موسیسې،اکو موسیسې په څیر په سیمه ایزو او له سیمې په ورآخوا اورګانونو او ادارو کې مشارکت او د بریکس له غړو سره د اړیکو پراختیا،د ایران د بهرني سیاست د انډولیزې آئيډیا په اساس ده چې د دیارلسم حکومت له خوا تعقیبیږي.
د ایران اسلامی جمهوریت اوه سرحدي ګاونډیان او اته ساحلي ګاونډیان لري چې د ایران ډيپلوماسۍ،اقتصاد،او کلتور لپاره بې شمیره فرصتونه برابر کړی دی،د ایران کلتور او فرهنګ په ډیرو ګاونډیو هیوادونو کې تر یوه حده لیدل کیږی،د ډيرو ظرفیّتونو موجودګي او همداراز په مختلفو اقتصادي او تجارتي حوزو کې له دغو هیوادونو سره د مناسباتو آسانتیاوې سبب شوي دي دایران دیارلسم حکومت په څو اړخیز پال اقتصاد کې، ګاونډیو هیوادونو ته ځانګړی پام وکړي .
سږکال په پسرلي کې له پنځلسو هیودونو سره د ایران غیر تیلی تجارت،دولس میلیارډ دوه سوه څلورشپیته میلیون ډالرو ته ورسید چې د مخکې ورته کال په پرتله کې ئې، د اتلس فی صدي ودې شاهدان یوو .
د ایران د اوسنی حکومت داقتصادي ډيپلوماسۍ بل اړخ ،د چین او روسې له قدرتونو سره دسټراټژيک شراکت تثبیتیدا ده.له چین سره د پنځه ویشت کلن سټراټژيکې ملګرتیا دسند داجرا تعقیبیدا ، د اوسني حکومت یو ترټولو مهم اقدام دی چې بیجینګ ته د ایران د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان دجنورۍ په څوارلسمه نیټه سفر سره پیل شو .د چین د خ وښې وړ ټرانزیټي کریډور،د ایران له شاهراه څخه تیریږي او دا موضوع دبیجینګ په سټراټژيکو پروګرامونو کې نه انکاریدونکي ده.
له روسیې سره دایران سټراټژيکې اړیکې هم دسټراژيکو شراکتونو په لړ کې ارزونې وړ دي ، ایران او روسیې،د دوي په ضد دامریاک دیواړخیزو بندیزونو په باب او دغه راز ، دایران دسوله ایز پروګرام او له یو اړخیز پالنې سره مخالفت په باب سره ګډې لیدتوګې لري چې د دواړو هیوادونو دملګرتیاؤ لار ئې هواره کړې ده ، دا چاره په تیرو شپږو میاشتو کې په ماسکو ،عشق آباد اوتهران کې درې ځله د ایران او روسیې د ولسمشرانو لیدو کاتو کې په اوڅاره توګه لیدل کیدلی شي چې د په درستو اقتصادي ،سیاسی او امینتی زمینو کې داړیکو پیاوړتیاته د دواړو لورو دجدي اهتمام ښودنه کوي.
یو بل کریډور چې ټاکل شوې ده په ایران کې ډير زر فعال شي، هغه کریډور دی چې له قزاقستان،ترکمنستان او ایران څخه دترکیې او اروپا په لور تیریږي. دغه چورلیز چې ختیځي او لویدیځي چورلیز دی اروپا ته له چینه د بار او شیانو د منتقلولو لپاره ډير زیات اهمیّت لري .