امریکا باید له لویدیځي آسیا ووځي
(last modified Fri, 22 Jul 2022 11:24:21 GMT )
Jul 22, 2022 15:54 Asia/Kabul
  • امریکا باید له لویدیځي آسیا ووځي

د تهران د جمعې لمانځه خطیب نن د لمانځه په خطبو کې  ووئيل ، امریکایان له دې مخکې چې د افغانستان په شان پيښې سره مخامخ شي ، باید له لویدیځي آسیاسیمې ووځي .

زمونږخبریال راپور راکړ،دتهران د جمعې لمانځّه خطیب حجةالاسلام  سید محمد حسن بوترابي پخپلو خطبو کې  دلویدیځي آسیاسیمې وروستیو بدلونونو ته په اشارې  اوددې خبرې په کولو سره چې  په سیمې کې د امریکا  اغیزشیندونکی سیاسی اوپوځي شتون صفر ته رسیدلی دی ووئیل، امریکایان  له دې مخکې چې  دافغانستان د پیښې په شان له  بې شرمۍ سره مخ شي ، باید له سیمې دې پښې سپکې کړي .

 د تهران د جمعې لمانځه موقته امام همداراز په دې خبرې په ټینګار سره چې  اوس  نړۍ  له  جدي بدلونونو سره مخ ده ووئيل،دریمه زریزه په چورلټ ډول دآسیا زریزه ده  او د ایران اسلامی جمهوریت،دسیمې په بدلونونو کې یو ټاکونکی اوبنیادي رول لري.

 ابوترابی د آستانې د بهیر سرمشریزې ته په اشارې سره چې په وروستیو شپو ورځو کې  د ایران داسلامی جمهوریت په کوربتوب سره په تهران کې ترسره شوي ،زیاته کړه ، په وروستیو شپو ورځو کې  ایران دسیمې په یوه سیاسی کریډور بدل شوی دی،په ایران ې د آستانې دبهیر درې اړخیزه غونډه، په ایران کې د تریې او روسیې د ولسمشرانو په شتون سره ددوواړخیزو ناستو ترسره کیدا او د سیمې او اسلامی نړۍ د سیاسی شرائطو په بیانولو کې د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود الهام بخښونکي بیانات،داسلامی امت ،دسیمې او نړۍ  دملتونو لپاره په دنیا کې د نوو قدرتونو دراپورته کیدا پیغام لرونکي دي .

 

ټیګونه