د امام حسین(ع)مظلومانه شهادت په اسلام کې امر بالمعروف او نهي از منکر دلوړ اهمیّت ګواه دی
ابراهیم ریئسي د عاشورا دپاڅون یو پغام په اسلامی ټولنې کې د امر باالمعروف او نهي از منکر احیاء وبلله او ددغې فریضې په اجرا کې ئې د خلکو له ظرفیّته په استفادې په ټينګار سره ووئيل، هرچرته چې ولس ډګر ته وتلی ، نو بریالیتوب ئې ترلاسه کړی دی .
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر، د امر باالمعروف او نهي از منکر داحیا د کمیټې له غړو سره په کتنې کې ټينګار وکړ، داحضرت امام حسین علیه السلام مظلومانه شهادت ، داسلام په پاک دین کې د امر باالمعروف او نهی از منکر د لوړ اهمیّت ګواښ دی .
ابراهیم ریئسي د عاشورا دپاڅون یو پغام په اسلامی ټولنې کې د امر باالمعروف او نهي از منکر احیاء وبلله او ددغې فریضې په اجرا کې ئې د خلکو له ظرفیّته په استفادې په ټينګار سره ووئيل، هرچرته چې ولس ډګر ته وتلی ، نو بریالیتوب ئې ترلاسه کړی دی .
د اسلامی ایران ولسمشر په دغې کتنې کې ، دحضرت امام حسین علیه السلام د محرم د ویرجنو شپو ورځو له پیلیدا سره ددغې ناستې یووخت والي ته په اشارې سره ، امام بزرګوار ددغې مهمي دیني فریضې بیرغوال وبالۀ او وې وئيل،د حضرت اباعبدا... الحسین علیه السلام لوي حرکت او دهغه بزرګوار مظلومانه شهادت،د اسلام په پآک دین کې د امر او نهي د لوړ اهمیّت ګواه او شاهد دی .
د اسلامی ایران د ولسمشر له وینا مخکې د امر او نهي داحیاء دکمیټې مشر کاظم صدیقي او منشي هاشمي ګلپایګاني او همداراز د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي او یو شمیر نورو اړونده چارواکو په دې زمینې کې د خپلو اورګانونو د اقداماتو او کړچار په باب خپل نظرونه ،لیدتوګې او وړاندیزونه وړاندې کړل.