صهیونیسټ رژیم له ایران سره د مقابلې وس نلري
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون غړي شهریار حیدري له ایران پریس خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل صهیونیسټ رژیم له ایران سره د مقابلې توان نلري او له جاسوسۍ ادارو په استفادې سره په پرله پسې ډول د ایران د اسلامي جمهوریت بیخ بنایانو ته د تاوان د رسولو هڅه کوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت استخباراتي ادارې په تیرو ورځو کښې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل د صهیونیسټ رژیم د جاسوسۍ ادارې یوشمیر عوامل چې د ترهګرو عملیاتو د ترسره کولو لپاره ایران ته راستول شوي وو له هر ډول ورانکار اقدام ترسره کولو وړاندې د استخباراتي ادارې د مامورینو لخوا وپیژندل شول او ټول کسان ونیول شول.
د ایران د ملي امنیت او د خارجي سیاست د کمیسیون غړي شهریار حیدري وویل د فلسطین له خلکو د ایران د اسلامي جمهوریت ملاتړ په صهیونیسټ رژیم ډیر زیات اغیز کړی دی او دغه رژیم تل د ایران پرضد د ورانکارو اقداماتو د ترسره کولو هڅه کوي.
هغه وویل د ایران خارجه وزارت او قضايي قوه باید نړیوالو ادارو ته د اسرائیلو د نیواکګر رژیم پرضد شکایت وکړي او په نړیوالو ټولنو کښې د نړۍ خلکو ته د ترهګر رژیم په توګه د ایران پرضد د اسرائیلو د جاسوسۍ دسیسې وروپيژندل شي.