صهیونیسټ رژیم له ایران سره د مقابلې وس نلري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i119196-صهیونیسټ_رژیم_له_ایران_سره_د_مقابلې_وس_نلري
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون غړي شهریار حیدري له ایران پریس خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل صهیونیسټ رژیم له ایران سره د مقابلې توان نلري او له جاسوسۍ ادارو په استفادې سره په پرله پسې ډول د ایران د اسلامي جمهوریت بیخ بنایانو ته د تاوان د رسولو هڅه کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 31, 2022 23:27 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژیم له ایران سره د مقابلې وس نلري

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون غړي شهریار حیدري له ایران پریس خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل صهیونیسټ رژیم له ایران سره د مقابلې توان نلري او له جاسوسۍ ادارو په استفادې سره په پرله پسې ډول د ایران د اسلامي جمهوریت بیخ بنایانو ته د تاوان د رسولو هڅه کوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت استخباراتي ادارې په تیرو ورځو کښې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل د صهیونیسټ رژیم د جاسوسۍ ادارې یوشمیر عوامل چې د ترهګرو عملیاتو د ترسره کولو لپاره ایران ته راستول شوي وو له هر ډول ورانکار اقدام ترسره کولو وړاندې د استخباراتي ادارې د مامورینو لخوا وپیژندل شول او ټول کسان ونیول شول.

د ایران د ملي امنیت او د خارجي سیاست د  کمیسیون غړي شهریار حیدري وویل د فلسطین له خلکو د ایران د اسلامي جمهوریت ملاتړ په صهیونیسټ رژیم ډیر زیات اغیز کړی دی او دغه رژیم تل د ایران پرضد د ورانکارو اقداماتو د  ترسره کولو هڅه کوي.

هغه وویل د ایران خارجه وزارت او قضايي قوه باید نړیوالو ادارو ته د اسرائیلو د نیواکګر رژیم پرضد شکایت وکړي او په نړیوالو ټولنو کښې د نړۍ خلکو ته د ترهګر رژیم په توګه د ایران پرضد د اسرائیلو د جاسوسۍ دسیسې وروپيژندل شي.