سرحد ته نږدې د امنیتي دیوال په هکله غلطۍ باید لیرې شي
د ایران د کار خبري اژانس (ایلنا) راپور ورکړ د ایران د خارجه وزیر مرستیال سید رسول موسوي د طالبانو او د ایران د سرحدي ځواک ترمینځ سرحدي نښته له نړیوال سرحد سره د امنیتي دیوال په تفاوت باندې د مقابل لوري د نه پوهیدا له کبله وبلله.
د ایران په جنوب ختیځ کښې د سیستان او بلوچستان د هیرمند ولسوالۍ ولسوال د دغه ولسوالۍ په سرحد کښې د طالبانو ډلې او د ایران د اسلامي جمهوریت د سرحدي ځواکونو ترمنیځ د نښتې خبر ورکړ.
د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سید رسول موسوي په ټویټر پاڼه کښې ولیکل له افغانستان سره په نړیوال سرحد کښې د امنیتي دیوال په جوړولو کښې ترسره شوي محاسبات او مدیریتي غلطۍ باید ختمه کړې شي.
موسوي د هغه نړیوال سرحد او د امنیتي دیوال چې ایران د افغانستان سرحد ته نږدې جوړ کړی دی د موقعیت د عکس په خپرولو سره چې ښي د امنیتي دیوال او د نړیوال سرحد ترمینځ د ایران د کروندګرو ځمکې د ایران د خاورې په داخل کښې دي ډاګینه کړه دغه مسله سبب شوي ده چې په ځینو وختونو کښې د افغانستان لوری دغه ځمکې په ځان پورې اړونده وګڼي.
په تیرو څو کلونو کښې د ایران په سیستان و بلوچستان ولایت کښې د هیرمند ولسوالۍ د مرکزي برخې په خوا کښې په شغالک سیمه کښې د افغانستان له سرحد سره په څو سوه میټرۍ کښې له قاچاقچیانو او ورانکارو کسانو سره د مقابلې لپاره دیوال جوړ کړی شوی دی خو څو میاشتې مخکې طالبان د دغه سرحدي کرښې په نه رعایتولو سره د نښتې سبب شوي وو دا ځل یې هم په دغه سیمه باندې تیري سره د ایران په سرحد ساتونکو باندې ډزې وکړې.
د طالبانو ځواکونه د سرحدي لیکو په هکله په غلط درک سره داسې فکر کوي چې جوړ کړی شوی دیوال د ایران او د افغانستان ترمینځ سرحد دی خو داسې نه ده او په تیرو څو میاشتو کښې د ایران سرحدي چارواکو هڅه کړي ده چې طالبان د دغه موضوع په هکله توجیه کړي.