د معظم رهبر په شتون کښې بیګا د سید الشهداء د عزادارۍ دستورې ترسره شوې
د تهران په امام خمیني نومې حسینیې کښې د امام حسین علیه السلام د شهادت په مناسبت د ویر او ماتم دغه دستورې به شپږ شپې دوام ولري
د تهران په امام خمیني(رح) امامبارګاه کښې د حضرت ابا عبدالله الحسین علیه السلام د ویر او عزادارۍ د وړومبۍ شپې مراسم د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په شتون سره ترسره شول.
په دغو مراسمو کښې حجت الاسلام والمسلمین صدیقي په خپله وینا کښې، بندګي په انسان کښې د پروردګار د ځلا لازمه وبلله او په دې خبرې سره چې دیني حکومت د عبوديت پراختیا او د توحیدي ټولنې د رامینځته کیدو لپاره ضروري دی، وویل: د بندګۍ د روحیې په روزنې او له ډول ډول ککړتیاؤ د انسان په ژغورلو کښې د حسیني جاذبې رول ساری نه لري.
په دغو دستورو کښې هم داشان ښاغلي محمد حسن موحدي د قرآن پاک څو آیتونه تلاوت کړل او مهدي سماواتي ماتم وکړ او دعای توسل یې ولوسته او سید رضا نریماني هم مرثیې او نوحې وویلې.
د ویلو ده چې د تهران په امام خمیني نومې حسینیې کښې د امام حسین علیه السلام د شهادت په مناسبت د ویر او ماتم دغه دستورې به شپږ شپې دوام ولري.