د چابهار د بندر د پراختیا په موخه هند سره د اوږدمهالې قرارداد لپاره د ایران چمتووالی
(last modified Mon, 22 Aug 2022 01:44:01 GMT )
Aug 22, 2022 06:14 Asia/Kabul
  • د چابهار د بندر د پراختیا په موخه هند سره د اوږدمهالې قرارداد لپاره د ایران چمتووالی

د ایران د ښار جوړونې او د لویو لارو وزیر وویل چي تهران چمتو دی له هندوستان سره د چابهار د بندر د پراختیا په موخه اوږدمهاله قرارداد لاسلیک کړي.

د چابهار بندر چي د سیستان او بلوچستان په ولایت کې او د افغانستان سره نژدې واقع شوی دی، یوازنی بندر دی چي د مکران سیند او د هند د بحیرې په څنډه کې دی.

دغه بندر استراتیژیک موقعیت لري او د افغانستان، ترکمنستان، ازبکستان، تاجیکستان، قرقیزستان او قزاقستان هیوادونو ته چي په وچه کې حصار دي، نړیوالو اوبو ته لاره برابروي.

د ۲۰۱۶ میلادي کال په موافقه کې هندوستان ژمنه وکړه چي د یاد بندر د فعاله کولو په موخه د هغه په بېخ بناو په جوړولو کې ونډه واخلي.

په دې لړ کې د هندوستان د بندرونو او د کښتۍ چلونې وزیر «ساراباناندا سونوال» د یوې جګپوري پلاوی په مشرۍ تهران ته راغلی او تیره ورځ یې د ایران د ښار جوړونې او د لویو لارو د وزیر رستم قاسمي سره خبرې اترې کړي دي.

قاسمې د دې په بیانولو چي ایران چمتو دی چي د چابهار د بندر د ظرفیتونو د زیاتولو په موخه هند سره اوږدمهاله قرارداد لاسلیک کړي، وویل: ایران کولایشي د هند په مرسته چابهار بندر د توکو د ټرانزیت په موخه فعاله کړي.

د هندوستان د بندرونو وزیر هم په سیمه کې د توکو د ټرانزیت او سوداګریو لپاره د چابهار بندر اهمیت ته په اشارې سره، وویل : دغه بندر کولایشي د سوداګرو لپاره زیاتې اسانتیاوې رامینځ ته کړي او د هیوادونو تر مینځ د تجارتي توکو د ټرانزیت لګښتونه کم کړي.

 

ټیګونه