اروپائي پيکیج ته دایران په منطقي ځواب د جوزف بورل نظر
داپه داسې حال کې دي چې امریکاد هغه هیواد په توګه چې د ۲۰۱۸کال په مئ کې په غیرقانوني توګه له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې څخه ووت،تردې دمه هم ددغه هیواد د اوسني ولسمشر جوبایډن له ژمنو سره سره،له څو ورځو تیریدا سره ئې د اروپائي اتحادئې وړاندیزي پيکیج ته دخپل ځواب په وړاندې کولوکې ایران ته د ورته ځواب ورکولو څخه ډډه کړې ده.
د اروپائي اتحادئې د بهرنی سیاست مسئول جوزف بورل، دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې داحیاء په باب داروپائي اتحادئې وړاندیزي پيکیج ته دایران ځواب مناسب او معقول وبالۀ. بورل په دې باب روښانه کړې ، دخپل پيکیج له وړاندې کولو وروسته مو د ایران ځواب ترلاسه کړی چې زما په اند یو منطقي نظر دی.
جوزف بورل په اسپانیا کې د یوه سیمنار ترڅنګ په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د ایران ځواب امریکا ته منتقل شوی دی او واشنګټن تردې دمه ورته ځواب نه دی ورکړی. بورل ددې خبرې په کولو سره چې دامریکا دځواب په تمه یوو ،روښانه کړې،هیله مند یوو چې دغه ځواب مونږ ته اجازت راکړي ،دخبرواترو بهیر بشپړ کړو او مونږ د دې موضوع په نسبت امیدوار یوو،البته په دې باب تاسو ته ډاډ نه شم درکولی.
د ایران د غوښتنو داجرا په بدل کې د دوي له خوا د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د مادو د بیرته اجرا او نړیوالې ایټمي موافقېته د امریکا د بیرته ستنیدا په زمینې کې د بورل وړاندیز ته د ایران د ځواب پر منطقي کیدا،په ویانا کې د بندیزونو د لغوه کونکو خبرواترو دغږملونکي په توګه د جوزف بورل ټینګار ،ددې چارې ښودنه کوي چې حتی د واشنګټن اروپائي شریکان هم معترف دي چې تهران د ویانا په خبرواترو کې عقلاني اومنطقي دریځ وړاندې کړی دی.
داپه داسې حال کې دي چې امریکاد هغه هیواد په توګه چې د ۲۰۱۸کال په مئ کې په غیرقانوني توګه له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې څخه ووت،تردې دمه هم ددغه هیواد د اوسني ولسمشر جوبایډن له ژمنو سره سره،له څو ورځو تیریدا سره ئې د اروپائي اتحادئې وړاندیزي پيکیج ته دخپل ځواب په وړاندې کولوکې ایران ته د ورته ځواب ورکولو څخه ډډه کړې ده.
د ویانا خبرې اترې په داسې حال کې برخلیک ټاکونکو مرحلو ته رسیدلي دي چې د۲۰۱۵کال د دغې نړیوالې ایټمي موافقې دخلاف ورزي کونکي لوري په توګه د امریکادسیاسی فیصلو په خاطر د ځنډیدلي موافقې نهائي کرښې ته رسیدل دي .د واشنګټن پلمه ، د تهران د ځواب هراړخیزه ارزونه او ل خپلو شریکانو په تیره بیا اسرائيلو او اروپائي لورو سره مشورې کول دي. په حقیقت کې له جامعې نړیوالې ايټمي موافقې څ خه د امریکا دپخواني کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ د وتلو یو مهم دلیل هم د صهیونیسټي رژيم او په امریکا کې د دوي دلابۍ دباؤنو وو. د صهیونیسټ رژيم د لومړی وزیر یائير لاپيډ پشمول د تل ابیب لوړپوړي چارواکو،د امریکا له خوا د ایران د غوښتنو له منلو او جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د واشنګټن له بیرته ستنیدا سره خپل مخالفت اعلان کړی دی. لاپيډ د تیرې پنجشنبې په ورځې سپينې ماڼۍ ته پيغام لیږدولی چې جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د بیرته ستنیدا لپاره د موافقې د متن په توګه د اروپائي اتحادئې وړاندیزي متن، د موافقې له اوه کلن مخکې متن څخه لا مخکې تللی دی او حتی د بایډن د حکومت له سرو کرښوتیر شوی دی، له دې امله هغه سپارښتنه کړې ده چې متحده ایالات دې له خبرو اترو څنګةشي، ځکه د جوبایډن د حکومت کمزورتیا به نندارې ته وړاندې کړي. یائير لاپيډد ایران په ضد دبندیزونو دختمونکو خبرواترو په بهیر کې دکارړنګونو لپاره دخپلو خوځښتونو په دوام کې دفرانسې له ولسمشر آمانوئل ماکرون سره په کتنې کې وئيلی دي، چې اسرائيل،جامعې نړیوالې ایټمي موافقې داحیاء مخالف دي.دتل ابیب د غوښتې په وړاندې د واشنګټن دریځ دادی چې دایران د ایټمی پروګرام په باب له اسرائيلو سره له سټراټژیک تفاهم سره سره ،البته په تاکتیکي سوئې کې ورسره د نظر اختلاف لري. د امریکا د خارجه وزارت ویندوي نډ پرایس وئيلی دي ،دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې د سټراټژيک هدف له نظره چې ایټمي وسلو ته د ایران دلاس رسي مخنیوی دی، واشنګټن اوتل ابیب دواړه سره یو نظر لري، خو څه شک نشته چې جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب د مونږ او اسرائيلو دنظر اختلاف،تاکتیکي دی.
جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د امریکا دبیرته ستنیدا لپاره یوه بله موضوع،د امریکا په کانګرس کې ورسره په جدي مخالفتونو باندې برلاسه کیدل دي . جمهوری غواړو او یو شمیر ډيموکراټانو له دې موضوع سره پر خپل مخالفت ټينګار کړی اوحتی په همداوروستیو کې ئې په کانګرس کې ئې د ایران په ضد د امریکاد یوه بندیز ددایمي کولو لپاره یو پلان هم مطرح کړی دی.امریکائي سناتورانو ټیم سکاټ،ماګي هاسن او بیل هاګرتي د ؛ایران دبندیزونو د قانون مضبوطولو(آیسا) په نامې سره د ددوو ګوندونو پلان وړاندې کړی دی. دا چاره په کانګرس کې د ډيرو مخالفو څرګندونو او دریځو نو ترڅنګ ښئ چې د جوبایډن حکومت به حتی جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ته دبیرته ستنیدا په بڼه کې د امریکا دقانون په جوړونکي اورګان کې له سخت کار سره مخامخ شي. په عین حال کې د جوزف بایډن له ادعاکونکي حکومت لپاره چې واک ته له رسیدا وخت راهسې ئې تل جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د امریکا پر بیرته ستنیدا ټينګار کړی، اوس د فیصلې کولو وخت دی او دې ته په پام سره چې حتی په دې زمینې کې د جوزف بورل په اعتراف سره، د ایران دریځ منطقي دی اوس وار د واشنګټڼ دی چې که واقعا نړیوالې ايټمي موافقې ته د بیرته ستنیدا په باب صداقت لري ، نو د ایران غوښتو ته دې خپل مثبت ځواب وړاندې کړي.