د ټولو قومونو به ګډون پراخ بنسټه حکومت د افغانستان د صلحې او ثبات یوه لاره ده
(last modified Tue, 13 Sep 2022 00:15:53 GMT )
Sep 13, 2022 04:45 Asia/Kabul
  • د ټولو قومونو به ګډون پراخ بنسټه حکومت د افغانستان د صلحې او ثبات یوه لاره ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ټولو قومونو په پیاوړي ګډون سره د ټول شموله حکومت جوړیدل په افغانستان کښې د صلحې او ثبات د ټینګښت لپاره یوه ضروري چاره وبلله

د ایرنا د خبر له مخې د ایران او نیوزي لینډ د بهرنیو چارو وزیرانو امیر عبداللهیان او نانایا ماهوتا پرون په آنلاین خبرواترو کښې دوه اړخیزې اړیکې او د نظر وړ سیمه ایز بدلونونه وجاجول.

امیر عبداللهیان په دغو خبرو اترو کښې د افغانستان د ټولو قومونو د استازو په ګډون سره د یو پراخ بنسټه حکومت جوړیدل په دغه هیواد کښې د صلحې او ثبات یوه ضروري لاره وبلله.

هغه د ایران په اسلامي جمهوریت کښې تقریباً پنځه نیم میلیون افغانستاني کډوالو ته د خدماتو د وړاندې کولو لپاره د دغه ستر مسئولیت د مدیریت لپاره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ او د نیوزي لینډ په شمول د ملګرو هیوادونو د مرستې په ضرورت باندې ټینګار وکړ.

امیر عبداللهیان په دوام کښې د ایران او نیوزي لینډ دوستانه اړیکو ته به اشارې سره د ګډ اقتصادي او سیاسي کمیشن د جوړیدو هرکلی وکړ.

د نیوزي لینډ د بهرنیو چارو وزیرې هم ددواړو هیوادونو دوستانه اړیکو ته په اشارې سره په نزدې راتلونکي کښې د ګډ سیاسي او اقتصادي کمیشن ترسره کیدل یو مهم فرصت وباله.

میرمن ماهوتا د میلیونونو افغانستاني کډوالو په قبلولو کښې د اسلامي انیران د انسانکي کړنلارې په ستایلو سره، په افغانستان کښې د صلحې له ټینګښت څخه د ملاتړ او د کډوالو د مرستې لپاره د خپل هیواد پر سیاست ټینګار وکړ.

د نیوزي لینډ خارجه وزیرې د ایران د اسلامي جمهوریت مهم موقعیت ته په اشارې سره د ملګرتیاؤ په زیات نه زیاتې پراختیا باندې ټینګار وکړ.

 

ټیګونه