د نړیوالو سیالیو په دریمه ورځ د ایران د غیږنیونې ملي ټیم دویم مقام ترلاسه کړ
په ۶۱ او ۶۵کیلوګرام ګیټاګریو کښې د ایران رضا اطري او رحمان عموزاده د سیمي فاینلونو په ګټلو سره فاینل ته ورسیدل
د ایرن د آزادې غیږنیونې یا کُشتۍ ملي لوبډلې په صربیا کښې د ۲۰۲۲ کال د نړیوالې اتلولۍ د دریمې ورځې په لوبو کښې د سرو زرو د ۱، د سپینو زرو د ۲ او هم داشان د زیړو د ۲ میډلونو په ګټلو سره ۹۵ پواینټونه ترلاسه کړل او په دویم مقام کښې وځلید.
د ۷ وزنونو د سیالیو په پاې کښې د امریکې ټیم په ۱۴۳ پواینټونو په اول نمبر ده، ایران د ۹۵ پواینټونو په ګټلو سره دویم مقام لري او د جارجیا او منګولیا ټیمونه د ۵۳ او ۴۹ پواینټونو په ترلاسه کولو سره په دریم او څلورم نمبر دي.
پرون د ترسره شویو سیالیو په پاې کښې کامران قاسم پور په ۹۲ کیلوګرامه وزن کښې د سرو زرو میډل وګټه او هم داشان یونس امامي د ۷۴ کیلوګرامه وزن په سیالۍ کښې د زیړو میډل ترلاسه کړ.
هم داشان په ۷۹ کیلوګرامه وزن کښې محد نخودي او په ۸۶ کیلوګرامه ګیټاګرۍ کښې حسن یزداني د سپينو زرو او په ۱۲۵ کیلوګرامه کیټاګرۍ کښې امیر حسین زارع د زیړو میډل وګټه.
له دې نه علاوه په ۶۱ او ۶۵کیلوګرام ګیټاګریو کښې رضا اطري او رحمان عموزاده د سیمي فاینلونو په ګټلو سره فاینل ته ورسیدل.