د مقدسې دفاع د وختو له قومندانانو او جنګیالیو سره د معظم رهبر کتنه پیل شوه
(last modified Wed, 21 Sep 2022 07:16:50 GMT )
Sep 21, 2022 11:46 Asia/Kabul
  • د مقدسې دفاع د وختو له قومندانانو او جنګیالیو سره د معظم رهبر کتنه پیل شوه

دغه غونډه د ایران د راډیو او ټیلیویژن له مختلفو چینلونو او هم داشان له KHAMENEI.IR ویب سایټ څخه نیغ په نیغه خپریږي.

د مقدسې دفاع د اونۍ په درشل کښې د هغه دوران له یوشمیر پوځي قومندانانو او جنګیالیو سره د اسلامي انقلاب د معظم حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي کتنه په امام خمیني حسینیې کښې پیل شوه.

دغه غونډه د ایران د راډیو او ټیلیویژن له مختلفو چینلونو او هم داشان له KHAMENEI.IR ویب سایټ څخه نیغ په نیغه خپریږي.

په دغه ملاقات کښې د مقدسې دفاع پر قومندانانو او جنګیالیو سربیره، د شهیدانو یوشمیر کورنۍ هم موجودې دي.

هم داشان د ایران له مختلفو سیمو څخه د مقدسې دفاع ګڼ شمیر جنګیالي له خپلو ولایتونو له مرکزونو سره د تصویري ارتباط له لارې په دغې غونډې کښې ګډون کوي.

د ویلو ده چې سبا پنجشبه د ۲۰۲۲ کال د ستمبر د میاشتې ۲۲ نیټه د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د عراق د بعث رژيم د تپلي جنګ د پيلیدو کلیزه ده.

د صدام د رژیم تیري ګر پوځ د ۱۹۸۰ کال د ستمبر د میاشتې په دوویشتمه نیټه په دې خیال سره چې په یوې اونۍ کښې به تهران ونیسي، په مختلفو جنګي اوزارونو او وسلو سره په ایران باندې پراخه حمله وکړه.

دغه ورځ چې د لمریز کال د وږي د میاشتې یوولسمه کیږی، په ایرن کښې د مقدسې دفاع د اونۍ د پيلیدو ورځ نوموله شوې. له دغې نیټې څخه د یوې اونۍ په موده په ټول اسلامي ایرن کښې مختلفې دستورې ترسره کیږي.

 

ټیګونه