په ایران کښې د بشري حقوقو په وړاندې د لویدیځ دوه ډوله معیار
(last modified Wed, 28 Sep 2022 11:37:52 GMT )
Sep 28, 2022 16:07 Asia/Kabul
  • په ایران کښې د بشري حقوقو په وړاندې د لویدیځ دوه ډوله معیار

په داسې حال کښې چې ګډوډیو ته د ایران د خلکو د راپارولو لپاره د لویدیځوالو اقدامات او تحرکات روان دي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خپل هیواد او د بشري حقوقو په وړاندې د لویدیځو هیوادونو دوه ډوله کړنلاره وغندله.

 د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل: دا یو شرمناکه تیری دی، په لویدیځ په تیره بیا امریکا کښې جګ پوړي حکومتي چارواکي او رسمي ویاندویان چې د زیات نه زیات دباؤ او بندیزونو په سیاست سره یې غوښتل چې د ایران خلک به ګونډو کړي، نن سبا د ایران د خلکو د غمخوارۍ خبره کوي.

د ایران د خارجه وزارت د ویاند دا څرګندونې په ایران ښې د وروستیو ورځو د بدلونونو په وړاندې د امریکې او انګلستان په شمول د لویدیځو رسنیو اقداماتو او یرغل ته اشاره ده چې د غلبلبلو د پراختیا او هم داشان له هنري او ورزشي شخصیتونو څخه د لازیاتو ملاتړو د جلبولو په خاطر یې دوام لرلی دی.

په داسې حال کښې چې د پولیسو او امنیتي ځواکونو په هلوځلو او هم داشان د ایران د خلکو په هوښیارۍ سره وروستۍ فتنه او غلبلۍ چې د مهسا امنیت د مړینې او د ښځو له حقوقو د ملاتړ په پلمه پیل شوې، اوس تقریباً کنټرول شوي او د ګډوډي جوړونکو یوشمیر لیډران هم نیول شوي دي خو لویدیځ چارواکي او ورپورې پیلئ رسنۍ چې د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ او په دې لړ کښې د دوه ډوله معیار د کړنلارې اوږده مخینه لري، وروستۍ ګډوډۍ یې په ایران باندې د دباؤ اچولو یوه ذریعه ګرځولې او په یو څرګند تعارض سره د خلکو د حقوقو د دفاع ادعا کوي.

د مثال په توګه په ایران کښې د مهسا امیني له مړینې سره هممهاله د بغداد په لویدیځ کښې د زینب عصام په نامه یوه عراقي جینۍ د امریکايي پوځیانو په لاس ووژل شوه خو لویدیځو چارواکو او پیئلو او دښمنو رسنیو ورته هیڅ غبرګون ونه ښوده داشان چې د نړۍ زیاتره خلک او حتی په عراق کښې دننه هم ډیر وګړي حتی د دغې عراقي جینۍ له نوم او پيښې نه دي خبر.

زینب عصام یوه ۱۵ کلنه جینۍ وه چې د خپل پلار په پټي کښې د امریکايي پوځیانو له خوا په شوي ډز لګیدلې او مړه شوه خو په زړه پورې دا چې حتی په ملګرو ملتو پورې اړونده د بشري حقوقو په ټولنو کښې هم دې موضوع ته هیڅ پام ونه شو.

په یو بل مثال کښې په فلسطیني سیمو کښې د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو هغو جنایتونو ته اشاره کولې شو چې تقریباً هره ورځ تکراریږي او هره ورځ یوشمیر فلسطینیان وژني، زخمي کوي او یا یې ژوندي نیسي خو د دغه رژیم لویدیځ ملاتړي او د هغوي خبري چینلونه د تیر په څیر له دغو جنایتونو تیریږي.

بل مهم ټکی دا دی چې لویدیځ هیوادونه په داسې حال کښې د ښځو له حقوقو د ملاتړ په ادعا سره په ایران کښې ځینو ناقراریو او غلبلیو ته لمن وهي چې د خپلو ټولنو په خواشینونکو حقیقتونو یې سترګې پټې کړې دي ځکه چې موجودې احصائیې په لویدیځ کښې د ښځو د حقوقو د پراخې نقضیدنې بیانونکې دي.

د مثال په توګه په هغو تحقیقاتو کښې چې په امریکا کښې د بشري حقوقو د ارګانونو له خوا ترسره شوې دي، په امریکا کښې له هرو شپږو ښځو څخه په یوې باندې یا په ماشومتوب کښې او یا په لوې عمر کښې جنسي تیری یا بشپړ تشدد شوی دی. په امریکا کښې د بشري حقوقو موسسو هم داشان ایشوا کړې چې په امریکا کښې په کال کښې لږترلږه یو میلیون ښځې ویرول کیږي. د فرانسې د کورنیو چارو د وزارت د ۲۰۱۹ کال د رپورټ له مخې هم په دغه هیواد کښې د کورنیو نښتو او تشدد له ۱۴۹ قربانیانو څخه ۱۲۱ تنه ښځې دي. د دغه تشدد له امله د وژل شویو ښځو شمیر هم له هغه نه د مخکښې کال په پرتله ۲۸ فیصده زیات شوی دی.

څرګنده ده چې د امریکې او د ځینو اروپايي حکومتونو له خوا انتخابي اقداماتو او سیاسي کاریو تل د بشري حقوقو اصل ته ستر تاوان رسولی دی، دغه مدعیان په داسې حال کښې چې د معترضانو ځپل، د تور پوستو وژأ، د اقلیتونو په تیره بیا د مسلمانانو قتلِ عام، د زندانیانو ځورونه او شکنجه کول او د اروپا د پولو دننه تر دباؤ لاندې تر دباؤ لاندې د کډوالو ساتل قانوني بولي، په ایران کښې د قانون اجرا او قضايي اقدامات چې د هم دغو هیوادونو تر اقتصادي بندیزونو لاندې دی، د بشري حقوقو خلاف ورزي ګڼي او په پراخو رسندوي تبلیغاتو سره هڅه کوي چې حقیقت اپوټه وښايي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند هم دغو تعارضونو ته په اشارې سره ویلي دي: رسنۍ یې د سړکونو نښتې او خرابۍ او وراني هڅوي او قومي انګیزې راپاروي خو د ایران د خلکو لپاره د (ژوند) شعار ورکوي...... د ایران له ولس سره د اصلي دښمن نفاق او ریاکاري د ختمیدو نه ده.

*/*/*/*/*/*/*/

 

 

ټیګونه