خاص ناروغان؛ د ایران د ا سلامي جمهوریت پرضد د لویدیځ د بایکاټونو قربانیان:-
د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت ویاند علي بهادر جهرمي وویل لویدیځ هیوادونه د ناروغه کسانو په نسل وژنې سره د ایران له خلکو انتقام اخلي.
هغه په خپلې ټویټر پاڼې کښې ولیکل: په دیارلس سوه اوه نویم هجري لمریز کال کښې د ایران د تالاسمي بیمارۍ اویا ناروغان، په دیارلس سوه اته نویم هجري لمریز کال کښې نوي بیماران، په دیارلس سوه نهه نویم او څوارلس سوم هجري لمریز کال کښې یوسل څلویښت ناروغان د امریکا د بایکاټونو په وجه مړه شول.
په دغه شمیر باندې باید د اي بي (EB) ناروغۍ بیماران او خاصو درملو ته ضرورت لرونکي کسان هم ورزیات کړو.
د ایران د حکومت د ویاند دغه څرګندونې یوځل بیا په ایران کښې د سلامتیا او د ناروغانو په برخه کښې د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د امریکا د غیر قانوني او د یواړخیزه بایکاټونو نیغ په نیغه اغیز ښيي.
دا په داسې حال کښې دي چې لویدیځ هیوادونه ادعا کوي درمل هیڅکله د بایکاټونو په فهرست کښې نه وو خو په عمل کښې د بانکونو په بایکاټ او د پیسو په مبادلاتو کښې په رامینځته شویو مشکلاتو سره په خاصو او سختو ناروغیو باندې د اخته کسانو لپاره د درملو برابرول سخت او په ځینو موردونو کښې ناممکن شوي دي.
د امریکا د دغو بایکاټونو نتیجه په ایران کښې د اي بي ناروغان ، په سرطان بیمارۍ او تالاسمي ناروغیو باندې ککړ په لسګونو زره ناروغان د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.
په حقیقت کښې په درملو، دوایانو او تجهیزاتو باندې د نه بندیز په هکله د امریکا له ادعا سره سره ډیرې بانکونه، موسسې او شرکتونه د احتمالي سزا کیدا له ویرې څخه له ایران سره په تجارت کښې ډیر محتاط عمل کوي؛ د بیلګې په توګه د سویډن هیواد مونلیکه (Molnycke)شرکت د امریکا د بایکاټونو په دلیل په ایران کښې د اي بي بیمارۍ د ناروغانو لپاره د طبي پټیو له استولو ډډه کړي ده.
دا په داسې حال کښې دي چې په ایران کښې د ای بي ناروغۍ کابو دولس سوه ناروغان طبي پیټو ته سمدستي ضرورت لري.
د ایران پرضد د بایکاټ اغیز یوازې د اي بي ناروغۍ په ناروغانو پورې محدود نه دی بلکې په تالاسمي ناروغۍ ککړ کسان او په نورو خاصو بیماریو باندې ککړ کسان هم د دغو بایکاټونو په نتیجه کښې د مرګ له خطر سره مخامخ دي.
د ایران د تالاسمي ناروغیو د ټولنې د مدیره پلاوي غړی او عامل مدیر یونس عرب د تالاسمي ناروغیو د درملو د تامینولو حالت ته په اشارې سره په دې خبرې باندې ټینګار سره چې مطالعاتو ښودلي ده چې د تالاسمي بیمارۍ له لسو تر پینځو دیرشو فیصدو پورې ناروغان د مصرفي درملو د ډول ډول والي په تناسب د ایران د تولید شویو درملو د استعمالولو امکان نلري وویل د ایران پرضد ظالمانه بایکاټونو او د تالاسمي د بیماریو د درملو د واردولو د امکان نشتون ممکن وو چې د تالاسمي په ناروغانو کښې یوه نسل وژنه رامینځته شي. باید توجه وکړو چې د ایران د تالاسمي ناروغۍ اتو زرو کسانو د امریکا د بایکاټونو په وجه تاوانونه لیدلي دي او ډیر کسان پکښې مړه شوي هم دي.
پر دې اساس د ایران پرضد د امریکا یواړخیزه بایکاټونه چې نورو هیوادونو ته په ګواښ کولو او د روغتیایي او درملیزو مرکزونو په تجهیزولو او د خدماتو د وړاندې کولو او د خاصو او د سمدستي درملو له خرڅولو او د لیبراتور د تجهیزاتو د انتقالولو له مخنیوي سره یوځاې دي د ایران د خلکو په سلامتیا باندې منفي اغیز اچولی دی او د ډیرو ناروغانو د مړ کیدا سبب شوي دي چې دا د امریکا او د هغې د هم تړونه هیوادونو د بشري ضد کړچار او د بشري حقوقو د خلاف ورزیو ښکاره نمونه او بیلګه ګڼل کیږي.
تراوسه د ملګروملتونو د راپورټرانو لخوا ډیر راپورونه خپاره شوي دي چې د لویدیځو هیوادونو د بشري حقوقو ضد دغه کړچار په ګوته کوي.
د ملګروملتونو ځانګري راپورټرې النا دوهان له بشري حقوقو د ګټه پورته کولو پراساس د یواړخیزه قهریه اقداماتو په منفي پایلو باندې د غور لپاره ایران ته د خپل سفر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کښې ویلي وو بایکاټونه د ایران د خلکو د سلامتیا په نظام باندې د پام وړ اغیز لري؛ هغه شي چې پر ما یې اغیز وشیند د ایران د سلامتیا په نظام باندې د بایکاټونو اغیز و؛ ما د ایمرجنسۍ له ناروغانو او هغو کسانو سره چې له جینټیکي او سرطان ناروغیو څخه کړیږي خبرې وکړې؛نتیجه دا چې د ایران خلک مناسبو درملو ته لاسرسی نلري.»
د بشري حقوقو فعالان او د سلامتیا د حوزې متخصصان د امریکا د حکومت غیرقانوني او یواړخیزه بایکاټونه د ایران د خلکو پرضد د واشنګټن د حکومت پټ او خاموش جنایت ګڼي چې په تیرو څو کلونو کښې په هدفمن ډول په تیره بیا د درملو په برخه کښې یې دوام لرلی دی؛ د ایران د حکومت ویاند هم په همدې دلیل ټینګار کړی دی لویدیځ هیوادونه د بیمارانو په نسل کشۍ سره د ایران له خلکو د انتقام اخیستلو په حال کښې دي.