د ایران بې پایلوټه الوتکې د اسرائیلو لپاره ګواښ دی
د فلسطین «سما» خبري اژانس راپور ورکړ د صهیونیسټ رژيم امنیتي ټولنو د ایران د بې پایلوټه الوتکو په وس باندې خپله اندیښنه څرګنده کړي ده او دغه بې پایلوټه الوتکې د صهیونیسټ رژیم لپاره تر ټولو خطرناک ګواښ ګڼي.
د صهیونیسټ رژیم د امنیت د تحقیقاتو مرکز پرون په یوه راپور کښې د نړۍ په سویه له بې پایلوټه الوتکو د استفادې په زیاتیدا او د ایران د اسلامي جمهوریت او د مقاومت د چورلیز د بې پایلوټه الوتکو له توان څخه د صهیونیسټ رژيم په ویریدا غور وکړ او د ایران د بې پایلوټه الوتکو پروژه یې د اسرائیلو لپاره د ترټولو بالقوه خطرناک ګواښ وباله.
دغه مرکز په خپلو تحقیقاتو کښې له بې پایلوټه الوتکو د نړۍ د هیوادونو استفادې ته په اشارې سره وویل له بې پایلوټه الوتکو استفاه د هوايي حملو د خطر د زیاتیدا ښودنه کوي او یادونه کوي چې فضا د بیلابیلو اوزارونو له لارې وکارول شي.