ایران روسیې ته د بې پایلوټه الوتکو ورکول دروغ وبلل
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د اوکراین په جنګ کښې د استفادې لپاره د ایران لخوا د پوځي بې پایلوټه الوتکو په شمول د وسلو د استولو په هکله ځینې مطرح شوي ادعاګانې دروغ وبللې.
هغه د اوکراین په جنګ کښې د استفادې لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت لخوا د پوځي بې پایلوټه الوتکو په شمول د وسلو د استولو په هکله ځینو مطرح شویو ادعاګانو ته په غبرګون کښې دغه ادعاکانې ناسمې وبللې.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي دغه بې اساسه ادعاګانې چې د مغرضانه مفروضو او د غلطو اطلاعاتو پراساس مطرح کیږي د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د ځینو هیوادونو د رسندویو د هدفمنې او د سیاسي فضا جوړونې برخه وبللې او له همدې کبله یې د دغو تورونو د ختمولو لپاره له اوکراین سره د خبرو لپاره د ایران چمتووالی اعلان کړ.
کنعاني چافي د اوکراین په جنګ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت فعالې بیطرفۍ ته په اشارې سره وویل د ایران اسلامي جمهوریت د اوکراین د جنګ له پیل راهسې تل له دغه جنګ سره د مخالفت کولو په ترڅ کښې د جنګ د ختمولو پرضرورت او له سوله ییزو لارو د اختلافاتو په حل کولو ټینګار کړی دی او په دې اړه د اوکراین او د روسیې له خارجه وزیرانو سره د ایران د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان لخوا ډیرې کتنې او تماسونه هم نیول شوي دي.
هغه ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت د شفاف دریځ په غوره کولو سره تل د نړیوالو حقوقو او د ملګرو ملتونو د منشور د هدفونو او د اصولو پراساس د اوکراین په شمول د ټولو هیوادونو د پیوستون، د ځمکنۍ بشپړتیا ، خپلواکۍ او د واکمنۍ د بنیادي اصل په رعایتولو ټینګار کړی دی.