د ایران خارجه وزارت په رسنیو بندیزونه د بیان د آزادی په ډګر کې د لوېدیځو د دروغ ویلو نښه وباله
(last modified Sat, 22 Oct 2022 01:59:18 GMT )
Oct 22, 2022 06:29 Asia/Kabul
  • د ایران خارجه وزارت په رسنیو بندیزونه د بیان د آزادی په ډګر کې د لوېدیځو د دروغ ویلو نښه وباله

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ایران په یو شمېر رسنیو باندې د کاناډا د بندیزونو په غبرګون کې وویل: د ایران په رسنیو او خبریالانو بندیز، د بیان د ازادی په ډګر کې د لوېدیځوالو د دروغجنو شعارونو ښودنه کوي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعانی چافي تېره ورځ د ایران په  رسنیو باندې د کاناډا د بندیزونو په غبرګون کې په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: د امریکا د بندیزونو د لګولو لیونتوب په داسي یو وایروس بدل شوی چي اوس ملګرو یې هم په اخته شوي دي، د تسنیم په خبري آژانس، د کیهان په ورځپاڼې، په نور نیوز، د فارس په خبري آژانس، د کیهان په مدیر مسئول د ایران د ټلویزوني او راډیویي نشراتو په مشر او د دې ادارې په خبریال باندې د کاناډابندیزونه، په ایران باندې د دې هیواد له نویو بندیزونو په شمېر کې راځي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند زیاته کړه: دا د ایران په معتبرو رسنیو او خبریالانو باندې د کاناډا لومړي بندیزونه نه دي، بلکې کاناډا تر دې مخکې د ایران په پرس ټي وي چېنل باندې هم بندیزونه لګولي وه.

کنعانی جوته کړه: د کاناډا او د هغه د لوېديځو ملګرو له نظره، د ایران ولس د اقتصادي پابندیو علاوه، د خپل ږغ د اوچتولو او د خپل نظر د بیانولو حق نه لري، مګر دا چي د هغوی په فرهنګ او په ګټه خبرې وکړي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند تاکید وکړ، د ایران په رسنیو او خبریالانو د کاناډا بندیزونه، د ایران د ولس په اساسي حقوقو ملنډې وهل دی او د بیان د آزادی په ډګر کې د لوېدیځوالو د تشې ادعا ښودنه کوي، حال دا چي لوېدیځو هیوادونو د بیان د ازادی د رواجولو او د ملاتړ ادعا کوي او حتی په دې چوکاټ کې د نورو مذهبونو د مقدساتو سپکاوی څخه دفاع کوي.

کنعانی زیاته کړه: زور او زیاتی او د نورو د ږغ د نه اوچتېدو په لړ کې بندیزونه، د داسی یو هیواد له لوري چي د بشري حقوقو په زمینه کې یې ادعاوې بې حده زیاتې دي، حیرانوونکې نه ده، کاناډا په اپارټاید چلند اورږده شوې ده، د ماشومانو ډله وژنې او موندل شوې قبرونه د دې مسالې ښودنه کوي، اوس کاناډا رسندویې اپارټاید په مخه اخیستې ده.

د ایران د خارجه وزارت ویاند یادونه وکړه: هلته چي تش شعارونه رسوا کیږي او منطق کمزورې کیږي، له زور وینې او بندیز پرته څه نا پاته کیږي، بندیز او زور وینه د امریکې او د هغه د ملګرو نړیواله ژبه ګرځېدلې ده.

 

 

 

 

ټیګونه