د چاپ په برخه کښې د ایران او د افغانستان اړیکې څیړل کیږي
ایرنا خبري اژانس وايي د چاپ او د نشر په حوزه کښې د ایران او د افغانستان د اړیکو مخینې ته د کتنې غونډه د افغانستان په چارو کښې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي د دفتر او د بلخ د کلتوري عمارت په ملګرتیا سره ترسره کیږي.
په تیرې څه د پاسه یوې پیړۍ کښې د ایران او د افغانستان د دوو هیوادونو د پیوند د یوې تر ټولو کلتوري حوزې په توګه د کتاب او د نشر د حوزې اهمیت ته په پام سره د الهدی د نړیوالو انتشاراتو او هنري او کلتوري موسسه په نظر کښې لري په یو شمیر تخصصي غونډو کښې په دغه چارې باندې غور وکړي.
د چاپ او د نشر په حوزه کښې د ایران او د افغانستان د اړیکو مخینې ته د کتنې په موضوع سره لومړنۍ غونډه به سبا د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د ځانګړي استازي د دفتر او د افغانستان د بلخ د کلتوري عمارت په ملګرتیا سره ترسره شي.
د الهدی د نړیوالو انتشاراتو او هنري او کلتوري موسسه په دیارلس سوه درې شپیتم هجري لمریز کال کښې د یوې نړیوالې خپرندویه موسسې په توګه د کتاب او د نورو کلتوري محصولاتو په ډګر کښې د ایران د اسلامي جمهوریت او د نورو هیوادونو ترمینځ د نړیوالې ملګرتیا د پراخولو په هدف سره جوړه شوي ده او د افغانستان په کابل ، د قیرغیزستان په بیشکک ، د ترکمنستان په عشق اباد د بریتانیا په لندن ، د تاجیکستان په دوشنبې ، د اذربایجان جمهوریت په باکو او د عراق په نجف اشرف ښار کښې په اوو رسمي نمایندګیو پرانیستلو سره یې د نړۍ په بیلابیلو سیمو کښې خپل فعالیت پیل کړ چې ځینې نمایندګیانې یې اوس هم فعالې دي.