ایران د کاناډا په اتو چارواکو او یو ارګان باندې بندیزونه ولګول
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په ځینو کاناډايي کسانو او ارګانونو باندې د بندیزونو د لګولو خبر ورکړ
په دغې خبرپانې کښې راغلې دي چې د ایران خارجه وزارت د متقابل عمل په توګه د کاناډا یوشمیر شخصیتونه او یو ارګان له ترهګرۍ او د منافقینو د ترهګرې ډلګۍ څخه د ملاتړ او د ایران د خلکو خلاف ترهګرو اقداماتو ته د راپارولو او لمسون د ایران خلاف د غلطو معلوماتو د خپرولو او هم د ایران د خلکو خلاف د ظالمانه بندیزونو په لګولو او سختولو کښې د هغوي د ګډون په وجه د خپلو بندیزونو په لسټ کښې شامل کړل.
د نیشنل پوسټ په نامه د بندیزونو ملاتړې او د ایران دښمنه کړچار لرونکې رسنۍ هم د ایران د خارجه وزارت د بندیزونو په نوملړ کښې لیدل کیږي.
د ایران خارجه وزارت له دې مخکښې د انګلستان، اروپايي اتحادیې او امریکې خلاف هم یولړ بندیزونه لګولي وو.