د بي بي معصومه(س) د وفات په اړه تسلیت وایو
زمونږ خبریال وايي اسلامي ایران د نړۍ د شیعه مسلمانانو د اتم امام حضرت رضا علیه السلام د ګرانې خور حضرت فاطمه معصومه سلام الله علیها د وفات د کلیزې په مناسبت په ویر او ماتم کښې ډوب دی.
نن د شنبې ورځ د ۲۰۲۲ میلادي کال د نوامبر د میاشتې پینځمه او د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې لسمه نیټه ده چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د اوم امام حضرت موسی کاظم علیه السلام د ګرانې لورې حضرت فاطمه معصومه سلام علیها د وفات له کلیزې سره سمون خوري.
د اسلامي ایران خلک د ویر د نښې په توګه د تورو بیرغونو په ځړولو او د عزادارۍ د بیلابیلو مراسمو په ترسره کولو سره د اسلام له دغه سترې میرمنې سره خپل ارادت او له اهل بیت علیهم السلام سره خپله مینه او محبت نندرې ته وړاندې کوي.
د ایران د راډیو او د ټيلي ويژن اداره صداوسیما د نړۍ ټولو ازادي غواړو او مسلمانانو په تیره بیا تاسو ګرانو دوستانو ته د حضرت معصومه سلام الله علیهان د وفات د کلیزې په کله تسلیت وايي.