د ایران د لوفرانو یوه ډله په اعدام محکومه شوه
(last modified Wed, 30 Nov 2022 23:45:28 GMT )
Dec 01, 2022 04:15 Asia/Kabul
  • د ایران د لوفرانو یوه ډله په اعدام محکومه شوه

فارس خبري اژانس وايي د صهیونیسټ رژيم له جاسوسۍ ادارې موساد سره اړونده د لوفرانو او د بدمعاشانو د ډلې غړي په اعدام محکوم شول.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د عمومي اړیکو د صهیونیسټ رژیم له جاسوسۍ ادارې موساد سره د اړونده لوفرانو او د بدمعاشانو د یوه چینل د غړیو د نیول کیدا خبر  ورکړ.

د دغه چینل غړیو د صهیونیسټ رژيم د جاسوسۍ ادارې په هدایت سره د ایران د خلکو د عمومي او د شخصي مالونو  د غلا کولو او تخریبولو، د خلکو د تښتولو او له خلکو د جعلي اعترافاتو د اخیستلو کار ترسره کاوه او په نهایت کښې د دغه ډلې غړي د ایران د استخباراتو د وزارت او د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک په ملګرتیا سره ونیول شول.

د لوفرانو او د بدمعاشانو د دغه ډلې غړیو د صهیونیسټ رژیم د جاسوسۍ ادارو د افسرانو په هدایت سره د جنګي وسلو په برابرولو سره خلک تښتول  او خپلې پیسې یې په ډیجیټال ډول ترلاسه کولې.

په دوسیې کښې د موجودو مادو پراساس دغه تورن لوفران او بدمعاشان مخینه لري او د دغه ډلې اصلي غړیو په خارج کښې له کسانو د اقداماتو د ترسره کولو حکم ترلاسه کاوه او دوې د پیسو د ترلاسه کولو په بدل کښې د ایران د امنیت د خرابولو کوشش کړی او دوې له خپلو اقداماتو خبر دي.

د ایران د سترې محکمې لخوا د صادرې شوي فیصلې پراساس څلور تورن کسان حسین اردو خانزاده ، شاهین ایماني محمود اباد، میلاد اشرفي اتباتان او منوچهر شهبندي بجندي له صهیونیسټ رژيم د استخباراتي ملګرتیا او د خلکو د تښتولو په تور په اعدام محکوم شول.

درې نور تورن کسان هم د ایران د امنیت پرضد د جرم د ترسره کولو، د خلکو په تښتولو کښې د مرسته کولو او د وسلو د ساتلو په تور له پینځو تر لسو کلونو پورې په بند محکوم شول.

 

ټیګونه