د قاسم سلیماني او ابو مهدي مهندس شهادت د اړیکو د پیاوړتیا سبب شو
(last modified Thu, 01 Dec 2022 00:50:41 GMT )
Dec 01, 2022 05:20 Asia/Kabul
  • د قاسم سلیماني او ابو مهدي مهندس شهادت د اړیکو د پیاوړتیا سبب شو

ایرنا خبري اژانس وايي د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني پرون د ایران په مشهد ښار کښې د قدس رضوي زیارت له مسوول حجت الاسلام احمد مروي سره په کتنه کښې وویل د یوه بل په څنګ کښې د حاج قاسم سلیماني او د ابو مهدي المهندس شهادت د ایران او د عراق د دوو ملتونو د ارتباط د پیاوړي کیدا سبب شو.

د یوه بل په څنګ کښې د حاج قاسم سلیماني او د ابو مهدي المهندس شهادت د ایران او د عراق د دوو ملتونو د ارتباط د پیاوړي کیدا سبب شو.

هغه وویل هغه خدمتونه چې شهید قاسم سلیماني د الحشد الشعبي ځواک په څنګ کښې د عراق د امنیت او د داعش ډلې د ختمولو لپاره ترسره کړل د ایران او د عراق د خلکو د دوستۍ او د ورورګلوۍ لپاره تر ټولو ښه بیلګه ده او د دې ښودنه کوي چې تهران او بغداد له یوبل سره یوځاې په یوه لاره ګښې ګام پورته کوي.

د ایران د قدس رضوي زیارت مسوول حجت الاسلام احمد مروي هم د عراق او د ایران د دوو هیوادونو د خلکو دوستانه او ورورګلویزې اړیکې نه شلیدونکي وبللې او زیاته یې کړه ایران او عراق یو هیواد دی او دغه خبره هیڅکله شعار یا تشریفاني عبارت نه دی بلکې عین حقیقت دی.

هغه وویل دښمانان  تل په بیلابیلو دسیسو سره هڅه کوي د عراق او د ایران د دوو سترو هیوادونو د خلکو ترمینځ اختلاف رامینځته کړي.

 

ټیګونه