لویدیځ د ایران په بلواؤ کښې لاس لري/ ناپایداره موافقه نه غواړو
(last modified Tue, 06 Dec 2022 00:56:28 GMT )
Dec 06, 2022 05:26 Asia/Kabul
  • لویدیځ د ایران په بلواؤ کښې لاس لري/ ناپایداره موافقه نه غواړو

د ایران خارجه وزیر په صربیا کښې د استوګنو ایرانیانو په کتنه کښې د ایران په وروستیو بلواؤ کښې د لویدیځ په دخالت باندې په ټینګار سره د ایټمي مذاکراتو په هکله هم وویل: داسې موافقه نه غواړو چې پایداره نه وي

حسین امیر عبداللهیان وړمه ورځ صربیا ته تلی دی او دغه هیواد له خارجه وزیر سره په کتنه کښې یې د دوه اړخیزو موضوعاتو او نړیوالو مسائلو په هکله د نظر تبادله وکړه. هغه پرون د صربیا له ولسمشر، وزیراعظم، د پارلیمان له مشر او د کرهڼې له وزیر سره هم ملاقاتونه وکړل او د خپل دغه دوه ورځني سفر په وروستي پړاؤ کښې یې په صربیا کښې له استوګنو ایراینانو سره وکتل.

ایران پریس خبر ورکړی چې خارجه وزیر په صربستان کښې له موجودو ایراینانو سره په ناسته کښې، د دواړو هیوادونو اړیکې ډیرې ښې وبللې.

امیر عبداللهیان ه مداشان په ایران کښې وروستیو بلواؤ ته اشاره وکړه او ویې ویل: ایران کښې په وروستیو بلواؤ کښې د یو غربي هیواد یوه ۴۱ کلنه ښاریزه ونیوې شوه چې دنده یې درلوده چې په ډیر مهارت سره د معترضو خلکو له راغونډیدو ویډیو جوړه کړي مثلاً که په یو ځاې کښې دوه سوه کسان راغونډ شوي وي او یوه غوښتنه لري نو په کواډ کاپټر او نورو تخنیکي امکاناتو سره دغه ۲۰۰ کسان ۲۰۰۰ تنه وښايي او هم داشان یې د ډیر چټک انټرنیټ سیسټمونه درلودل.

د ایران خارجه وزیر زیاته کړه چې یو بل نیول شوي غربي کس وویل: زمونږ امنیتي سروس دنده راسپارلې وه چې حالات زیات نه زیات تشدد ته ورسوو ترڅو په مذاکراتو کښې زمونږ شرطونه ومني .

امیر عبداللهیان ایټمي مذاکراتو ته په اشارې سره وویل: داسې کومه موافقه نه غواړو چې پایداره نه وي او ګټه یې ایرانیانو ته و نه رسیږي. زمونږ سرې کرښې د ایران د خلکو د ګټو تضمینیدل دي.

 

ټیګونه