د محصیل ورځ، دایران دملت د استکبارضده غروځنګ بیلګه ده
د دسمبر اومه نیټه دایران د اسلامی جمهوریت په کال هینداره کې د محصیل په ورځې نومول شوې ده.
د ۱۹۵۲کال ددسمبر په اومه نیټه د ایران محصیلینو،ایران ته د امریکا د وخت د مرستیال ولسمشر ریچرډ نیکسن له سفر سره په یووخت ، دایران په کورنیو چارو کې د واشنګټن په لاسوهنو په اعتراض کې دتهران پوهنتون په وړاندې ستره مظاهره وکړه. دغه مظاهره دپاچا رژيم له تالی څټو مامورانو له حملې سره مخ شوه او د محصیلینو په وینو ککړه شوه.
په مظاهره کونکو محصیلینو د پهلوی رژيم د پوځيان وپه یرغل کې درې ایراني محصیلین شهیدان او په سلګونو نور ټپیان شول .
د محصیل ورځ،په ایران کې د امریکا د لاسوهونکو سیاستونو په ضد دایران دملت د مبارزو د تاریخ یوه برخه یادوي ،له دې امله، د لیندۍ یا قوس د میاشتې شپاړسمې پيښه په ایران کې د محصیلینو مبارزو ته په هویّت او بڼه موندنې کې له خاص اهمیّته برخمنه ده.