خبري راپور/ مولوي عبدالواحد د وحدت سېمبول په سیستان او بلوچستان کې ټرور شو
د سیستان او بلوچستان د سرحدي ولایت په خاش ولسوالۍ کې د اهل سنت د جامع جومات خطیب مولوی عبدالواحد ریګي چي د شیعه او سني تر مینځ د وحدت سېمبول بلل کېدی د نامعلومو وسله والو له لورې په شهادت ورسېدل.
د دغه غمیزي په هکله د سیستان او بلوچستان د ولایت د تامینولو شورا په اعلامیه کې راغلې: د لومړنیو راپورونو پر بنیاد، په خاش ولسوالۍ کې د امام حسین (ع) په نامه د اهل سنت د جامع جومات خطیب مولوی عبدالواحد ریګي چي د سیمې وتلی عالم بلل کېدی د ناپېژانده وسله والو له لورې په شهادت ورسېدل.
د زاهدان لوی څارنوال مهدی شمس آبادي رسنیو ته وویل: مولوی عبدالواحد ریګي د پنج شنبې په ورځ په داسي حال کې چي په جومات کې حضور لرل، د نامعلومو کسانو له لورې د جومات د شا دروازې ته ورغوښتل شوي او په یوه بې پلېټه ګاډې کې یرغمل شوی دی.
هغه زیاته کړه: د پېښې سره سملاسي ټولو امنیتي ځواکونو د مولوی عبدالواحد د لټولو عملیات پیل کړ، خو له بده مرغه تېره ورځ د هغه مړی د خاش د ولسوالۍ په یو فرعي سړک کې په داسي حال کې چي په سر باندې ویشتل شوی وو، وموندل شو.
د زاهدان لوی څارنوال تاکید وکړ چي د پلیسو استخباراتي څانګې د دې جنایت د لاملینو د پیدا کولو لپاره تحقیقات پیل کړی دی.
د خاش ولسوالۍ امنیه قومندان هم د مولوی عبدالواحد د قاتلینو د موندلو لپاره د یوه ځانګړی عملیاتي ټیم د جوړیدو خبر ورکړی دی.
دا په داسي حال کې دی چي مولوی عبدالواحد ریګي د اهل تشیع او اهل تسنن تر مینځ د ورورګلوی او د وحدت سېمبول بلل کېدی او په دې وروستیو کې زاهدان ته د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له لورې لېږدول شویو پلاوو ته ویلی وو: مونږ پوهېږو چي منافقان او دښمنان کومې شومې موخې تعقیبوي، مونږ له اسلام، اسلامي نظام او د شیعه او سني تر مینځ له وروګلوی پرته، د نورو خبرو ملاتړ نه کوو.
مولوی عبدالواحد په دغه ملاقات کې د سیستان او بلوچستان په ولایت کې د اهل سنت او اهل تشیع تر مینځ ورورولی ته په اشارې سره ویلي وه: مونږ خپل هیواد سره مینه کوو، د اسلامي انقلاب معظم رهبر مو دوست دی، هیواد له اسلامي نظام پرته، زمونږ د دین، اسلام او ناموس په درد نه وهي.
هغه همدارنګه ویلي وه چي د نفاق اچوونکو ډلو ټپلو له لورې ورته ګواښ شوی خو هر څوک چي له خپل ټاټوبې دفاع نه وکړي بې غیرته بلل کیږي.