د دوست او د دښمن په مقابل کښې د ایران سیاستونه شفاف دي
Dec 11, 2022 14:11 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د قضايي قوې مشر حجت الاسلام و المسلمین غلامحسین محسني اژه اي په دې خبرې سره چې د دوست او د دښمن په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت سیاستونه شفاف وو او دي وویل ایران دښمانانو ته باج نه ورکوي.
هغه نن په تهران کښې د شفافیت د لوړتیا په لومړۍ ملي غونډې کښې چې د قواو د مشرانو په ګډون سره وشوه وویل ایران د سلطه غواړو او د زورویونکو په مقابل کښې د ملت د عزت د خپلواکۍ او د پتیالیتوب دفاع کوي.
حجت الاسلام و المسلمین محسني اژه اي د صهیونیسټ رژیم او د امریکا په مقابل کښې د ایران مقاومت ته په اشارې سره ټینګار وکړ ایران د دښمانانو په مقابل کښې مقاومت کوي، ایران لګښت ورکوي خو هغوې ته باج نه ورکوي.