بلواګر د خلکو د کورونو او مالونو د سوځولو په لټه کښې دي
د بلواګرو عناصر لاهم د ایراني ضده او دښمنو رسنیو په لمسون، د خلکو د کورونو د سوځولو او د عامه اموالو د خرابولو او تشدد په تکل کښې دي
د بلواګرو عناصر لاهم د ایراني ضده او دښمنو رسنیو په لمسون، د خلکو د کورونو د سوځولو او د عامه اموالو د خرابولو او تشدد په تکل کښې دي
د انقلاب ضده رسنیو په مینځ کښې ایران انټرنیشنل چینل په ایران کښې د بلواؤ په پیلیدو سره د تشدد، کرکې خورونې او د خلکو او د قانون د اجرا کونکو ځواکونو ګواښلو او وژلو ته د بلواګرو په لمسولو کښې ستر رول لوبولی دی.
د ایران پریس د خبر له مخې، د خلکو او د حکومتي کسانو او ځواکونو د کورونو سیځرل او په ښارونو کښې د عامه اموالو خرابول په ایران کښې د بلواګرو عناصرو د اقداماتو ځینې برخې دي.
د لارو او سړکونو بندول، اورونه اچول او د خلکو ویرول د بلواګرو هغه طریقې چې په بهر کښې د ایران د دښمنو رسنیو له خوا یې بلواګرو ته زده کړه او لسمه ورکول کیږي.