د ایران او چین تر مینځ د جامعو همکاریو د پلانونې غونډه تر سره کیږي
د ایران د اسلامي جمهوریت او چین تر مینځ د جامعو همکاریو د پلانونې غونډه نن په تهران کې د چین د لومړي وزیر او د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د لومړي مرستیالانو په ګډون تر سره کیږي.
ټاکل شوی دی نن د چین د لوړي وزیر مرستیال د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره، سلامشورې وکړي.
د ایسنا له راپور سره سم، د ایران د ولسمشر د دفتر د سیاسي چارو مرستیال محمد جمشیدی اعلان وکړ: د چین جګپوړي پلاوی د دې هیواد د لومړي وزیر د مرستیال هو چون هوآ په مشری تهران ته راغلی څو د ایران د ولسمشر د مرستیال محمد مخبر په مشری له پلاوي سره، د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو د مخته بېولو لپاره د اړینو مکانیزمونو په هکله بحث وکړي.
جمشیدی د ایران او چین تر مینځ د ۲۵ کلن همکاریو د پلان د عملي کولو لپاره د اړینو لارو چارو لټونه د دې غونډې له اصلي اهدافو په بللو سره، جوته کړه: د دواړو هیوادونو بنیادي ګټو ته ژمنتیا او د نړیوالو حقوقو د اصولو درناوی منجمله ځمکني بشپړتیا ته احترام هغه مسالې دي چي ایران به په دغه غونډه کې ټینګار پرې وکړي.
په دې وروستیو کې د چین ولسمشر سعودي عربستان ته په خپل سفر کې د فارس خلیج د هیوادونو له مشرانو سره، په کتنه کې یوه داسي اعلامیه لاسلیک کړې چي په کښې د ایران په سیمه ایزو سیاستونو د نیوکو تر څنګ د ایران په دریو جزیرو باندې د امارات د مالکیت له ادعا څخه ملاتړ کوي، دغه مساله د ایران له سختو نیوکو سره مخامخ شوې ده.