د اقتدار په څنګ کښې مهربانۍ؛ د بلواګرو په وړاندې د ایران د اسلامي نظام کړچار:-
(last modified Tue, 13 Dec 2022 10:26:18 GMT )
Dec 13, 2022 14:56 Asia/Kabul
  • د اقتدار په څنګ کښې مهربانۍ؛ د بلواګرو په وړاندې د ایران د اسلامي نظام کړچار:-

په ایران کښې وروستۍ بلواوې یوشمیر تورن کسان لري چې ځینې یې له اسلامي مهربانۍ سره مخامخ شول او ځینې نور هم د سختو جرمونو په دلیل چې ترسره کړي یې دي د قضايي قوې له پریکنده حکمونو سره مخامخ شول.

درې میاشتې کیږي چې په ایران کښې بلواوې شوي دي.

بلواګرانو چې هم  د خارجي هیوادونو تر ملاتړ لاندې دي او هم د دغو بهرنیو هیوادونو لخوا د بلواو رامینځته کولو ، د خلکو ، د امنیتي او د پوځي ځواکونو ټرور ته هڅول کیږي په عمل کښې  داسې جرمونه وکړل چې همدا اوس د هغوې په هکله د عدالت اجرا کول عمومي هیله او غوښتنه ده.

د ایران د امنیت شورا د دسمبر د میاشتې په دریمه نیټه په یوې اطلاعیې کښې وویل په وروستیو بلواو کښې کابو دوه سوه کسان وژل شوي دي چې شهیدان او د وژلې د پروژې قرباني بې ګناه خلک او بې ګناه وژل شوي کسان او دغه راز د بیلتون غواړو ډلګیو غړي او بلواګر پکښې  شامل دي.

پر دې اساس د ایران بې ګناه خلک او امنیتي ځواکونه چې د ټولنې د امنیت د دفاع دنده پرغاړه لري د بلواګرو لخوا شهیدان کړې شول.

په عین حال کښې د ایران د اسلامي شورا استازي میرمن «زهره الهیان» هم وویل د ایران په وروستیو بلواو کښې اوه زره(۷۰۰۰) امنیتي ځواکونه ژوبل شوي دي.

د بلواو د پیل له لومړیو ورځو څخه له بلواګرو سره چلند کول د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت په اجنډا کښې شامل شوي او په تیرو څو ورځو کښې د ایران قضايي قوې هم په دوسیو باندې له غور کولو وروسته له بلواګرو سره د چلند کولو لپاره خپل اقدامات پیل کړل.

د ایران قضايي قوه  د اسلامي مهربانۍ په څنګ کښې چې د ځینو دوکه خوړلیو  کسانو لپاره یې په نظر کښې ولرله د هغو کسانو لپاره چې سخت جنایتونه یې کړي دي پریکنده حکمونه په اجنډا کښې شامل کړل.

په همدې لړ کښې د قطر د روان میلادي کال د فټبال د نړیوال کپ په سیالیو کښې د ویلز د فټبال ټیم په مقابل کښې د ایران د فټبال د ملي تیم له بریالیتوب وروسته د قضايي قوې مشر غلامحسین محسني اژه اي د هیواد د قضايي ادارې اړونده مرکزونو او  ادارو ته حکم ورکړ د هغو بندیانو په هکله چې له قانوني نرمیو څخه د ګته د پورته کولو شرایط لري زیاته مرسته وکړي او په لومړي  ممکن فرصت کښې د دغو نیول شویو کسانو د ازادولو  او  خپلو کورنیو ته د هغوې د بیرته ستنیدا سریزې برابرې کړي.

د ایران د قضايي قوې د مشر محسن اژه اي له حکم وروسته یولس سوه شپږپنځوس زندانیان  چې د قتل د ویرې او د رعب د رامینځته کولو په شان جرمونه یې نه وو کړي د هیواد له بیلابیلو زندانونو څخه خوشي شول.

په بلواګرو کښې داسې کسان هم شته چې ویره او رعب یې رامینځته کړی او عادي خلک یا امنیتي او پوځي ځواکونه یې وژلي دي.

د ایران قضايي محکمو د دغو بلواګرو په دوسیو باندې له غور کولو وروسته هغه له خدای سره په جنګ کولو تورن کړل او د هغوې د اعدام  حکمونه یې ورکړي دي.

«مجید رضا رهنورد پایین ده» په هغو بلواګرو کښې شامل دی چې د ایران د امنیت دوه ساتونکي یې شهیدان کړي او څلور نور یې ژوبل کړي وو.

هغه د خپلې محکمې په وخت په رسمي ډول په خپل دغه جنایت ترسره کولو اعتراف وکړ.

پر دې اساس مجید رضا رهنور پایین ده په اعدام محکوم شو او دغه حکم د دسمبر د میاشتې په دولسمه نیټه په ښکاره ډول اجرايي شو.

د دغه حکم له اجرا وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد یوځل بیا د رسنیو پروپاګنډې او تبلیغات پیل شول.

دغه پروپاګندې د هغه رسندوي ترهګرۍ دوام دی چې کابو درې  میاشتې کیږي چې د ایران پرضد پیل شوي او اوس هم دوام لري.

د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام دښمانان او غلیمان غواړي د هغو کسانو لپاره چې خلک یې وژلي یا یې ویره او رعب رامینځته کړی دی امن حاشیه  رامینځته شي.

سره  له دې د ایران قضايي قوه د خارجي رسنیو تر پروپاګنډو لاندې نه ده ورغلي او  د هغو کسانو لپاره چې له خدای سره په جنګ تورن شوي دي د عدالت اجرا کول په لومړیتوب کښې دي.

د اهمیت وړ ټکی دا دی دا خبره چې د ایران قضايي قوه په زرګونو کسانو کښې چې ونیول شول دوکه خوړلیو کسانو سره نرمښت ښيي او حتی هغه ازادوي او په قتل او رعب رامینځته کولو تورن کسان محکوموي او هغه اعداموي د دې ښودنه کوي چې دغه حکمونه د دوې د اعتراضونو له ماهیت سره هیڅ اړیکه نه ده لرلي بلکې  د تاوتریخوالو د رامینځته کولو د کړچار نتیجه ده.

په عین حال کښې د دښمانانو او د غلیمانو پښې او لاسونه وهل ، رسندوي پروپاګنډې او د ایران د قضايي قوې په وړاندې د هغوې حیرانتیا هم په دې وجه ده چې د ایران د قضايي قوې چلند به لومړۍ په ایران کښې د بلواو د رامینځته کولو لپاره د هغوې راتلونکي پروګرامونه ډیر لګښت لرونکي کړي او دوهمه دا چې د ایران دغه اقتدار سبب کیږي چې د هغوې ترکیبي جنګ له مینځه لاړ شي او د هغوې وروستۍ دسیسه له کاملې ماتي سره مخامخ شي.

 

ټیګونه