د ایران د غړیتوب لغو کول د امریکا کار دی
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د حکومت ویاند علي بهادري جهرمي امریکا د ملګروملتونو د ښځې د مقام په کمیسیون کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د غړیتوب د لغو کولو مسووله وبلله.
هغه بیګا د ملګروملتونو د ښځې د مقام په کمیسیون کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د غړیتوب لغو کیدا ته په غبرګون کښې امریکا د دغه اقدام بنسټګره وګڼله او ویې ویل د نړۍ دریمه برخه ښځینه زندانیانې په امریکا کښې بندیانې دي.
بهادري جهرمي په امریکا کښې د ښځو د حقوقو زیاتو خلاف ورزیو ته په اشارې سره وویل له دوه زره پینځلسم میلادي کال څخه تراوسه پورې د امریکا کابو دوه سوه پنځوس ښځې د پولیسو په زور زیاتي سره له محاکمه کیدا پرته په واټونو کښې وژل شوي دي.
د ښځو د مقام کمیسیون د ملګروملتونو د ټولنیزې او د اقتصادي شورا یو رکن دی.
د امریکا د حکومت لخوا د ښځې د مقام په کمیسیون کښې د ایران شتون د لغو کیدا پریکړه لیک په ایران کښې له بلواو څخه د ملاتړ په هدف سره د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د نړیوالو دباونو د دوام لپاره دی.