Dec 15, 2022 13:06 Asia/Kabul
  • د ملګروملتونو د ښځو د مقام له کمیسیون څخه د ایران د لیرې کولو د پریکړه لیک تصویبیدل د امریکا دسیسه:-

د ملګروملتونو د ښځو د مقام له کمیسیون څخه د ایران د حذفولو پریکړه لیک په تیرې چهارشنبې ورځ په نهویشتو موافقو، په اتو مخالفو او شپاړسو سپینو رایو سره تصویب شو.

روسیې ، چین، بولیویا، قزاقستان ، نیکارا ګوا ، نایجریا، عمان ، او زیمباوې هیوادونو د ملګروملتونو د ښځو د مقام  له کمیسیون څخه د ایران د حذفولو لپاره وړاندیز شوي پریکړه لیک ته مخالفې رایې ورکړې.

مم ټکی دا چې د ملګروملتونو د منشور د دوستانو ډلې چې د اسیا ، د افریقا او د لاتیني امریکا نولس هیوادونه پکښې شامل دي د ښځو د مقام په کمیسیون کښې د ایران د غړیتوب د ختمولو لپاره د امریکا په سیاسي پریکړه لیک باندې د غور په غونډې کښې د ملګروملتونو د منشور د خلاف ورزۍ او د ملګروملتونو د اقتصادي او د ټولنیزې شورا (اکوسوک)چې د ښځو د مقام کمیسیون تر دغه شورا لاندې کار کوي په اجنډا اعتراض وکړ او ویې ویل دغه اقدام چې عملا د ملګروملتونو په یوه ارګان کښې د ګډون لپاره د خپلو لومړیو حقوقو له اعمالولو د یوه غړي حکومت د محرومیدا سبب کیږي یوه خطرناکه روده ګڼي.

دغه ډلې وویل په داسې حال کښې چې ملګري ملتونه د نړۍ له ټولو سیمو څخه د ټولو غړیو د هیوادونو په شاملیدا او د هغوې د شمیر په زیاتیدا تینګار لري د یوه غړي یعني د ایران د اسلامي جمهوریت محرومول چې د اکوسوک په رایې او د اسیا او د اوقیانوسیې د جغرافیايي ډلې له لومړي تائید وروسته انتخاب شوی دی غیر قانوني ګڼي.

د ملګروملتونو د ښځو د حقوقو له کمیسیون څخه د ایران د حذفولو د پریکړه لیک تصویبیدل د امریکا د دسیسې نتیجه ده کومه چې له تیرو څو میاشتو راهسې په ایران کښې د بلواو د رامینځته کیدا او د ایران د ښځو د حقوقو د ملاتړ په پلمه د ملګروملتونو د ښځو د مقام له کمیسیون څخه د ایران د ایستلو لپاره پراخ کمپاین پیل کړی و.

د امریکا دغه غیرقانوني اقدام چې په ملګروملتونو باندې منفي اغیز شیندلی دی له ایران سره د امریکا زړې دښمنۍ ته په پام سره هیڅکله یو ناڅاپی اقدام نه و.

سره له دې مهمه مسله دا ده چې د امریکا دا ډول اقدام د ملګروملتونو د نظام یوهیړوالي ته مهم ګوزار ورکوي.

په عین حال کښې د امریکا اقدام د ملګروملتونو د منشور له روح او  متن او په تیره بیا په ټولو څو اړخیزه ټولنو کښې د هیوادونو د برابرو او د معنا لرونکي مشارکت له لارې غړیتوب کښې د هیوادونو د واکمنۍ د برابرۍ پراساس د هغو له بنیادي اصولو سره په تضاد کښې دی.

په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر امیر سعید ایرواني د ښځو د مقام په کمیسیون کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د غړیتوب د ختمولو د پریکړه لیک د مسودې د غور په غونډې کښې وویل ایران د ملګروملتونو د ښځو د مقام د کمیسیون غړي وي او  که نه وي ،د ایران ښځې او انجلۍ په فعال او اغیز شیندونکي ډول په ډیرو نړیوالو ټولنو کښې خپل مشارکت ته دوام ورکوي.

په ایران کښې د ښځو د حقوقو د خلاف ورزۍ په هکله د لویدیځ په تیره بیا د امریکا بې بنسټه ادعاګانې او د ایران د ښځو د حقوقو د تامینولو په لړ کښې د اقدام ادعا په داسې حال کښې شوي ده چې امریکا د ایران د ښځو په شمول د ایران د  خلکو پرضد تر ټولو سخت او تر ټولو پراخ بایکاټونه لګولي دي.

په عین حال کښې د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته په ایران کښې د ښځو د حالت په هکله موجودو شمیرنو او سیاسي ، ټولنیزو ، کلتوري او اقتصادي بهیرونو او په تیرو څلویښتو  کلونو کښې د ایران د اسلامي نظام دوام ته کتنه په دې زمینه کښې په کامل ډول  د امریکا او د هغې د اروپايي ملګرو د ادعګانو اپوټه حالت ښيي.

د ایران ښځو له اسلامي انقلاب وروسته د سیاسي، د ټولنیز د  کلتوري د زده کړې او د  درملنې او سلامتیا په ټولو ډګرونو او حتی د عمومي خدماتو په زمینه کښې ډیره زیاته ونډه لرلي ده.

د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته د ښځو لپاره د لوړو زده کړو د پراخولو او د میرمنو د پوهې په زیاتیدا او د هغوې د وسونو په پیاوړتیا سره د ښځو د سیاسي او د ټولنیزو مشارکتونو ونډه هم ډیره پراخه شوه چې بیلګه یې د ایران په بیلابیلو انتخاباتو کښې د ښځو د پام وړ ونډه او  ګډون دی.

د ایران ښځې او انجلۍ په پراخه اندازه په بیلابیلو سیاسي ، ټولنیزو ، اقتصادي ، علمي ، زده کړې ، روغتیايي ، ورزشي او د اسلامي ایران په نورو ډیرو ډګرونو  فعالیت او مشارکت لري.

د بیلګې په توګه ګڼ شمیر ښځې د ایران د اسلامي شورا او دغه راز د ښار او د کلیو د شوراګانو غړي دي.

د ایران په لوړو زده کړو کښې د ښځینه محصیلینو ونډه څه د پاسه شپیته فیصده ده.

په دې سربیره چې په ایران کښې د ښځینه مدیرانو ونډه هم ډیر زیاته شوي ده.

له اسلامي انقلاب وروسته د ایران ښځې د روغتیا او سلامتیا په حوزه کښې هم زیاته ونډه لري.

تر روان میلادي کال پورې په ایران  کښې څلویښت فیصده  متخصصې ډاکترانې او دیرش فیصده فوق متخصصې ډاکټرانې هم ښځې دي چې دغه چاره د ایران په ټولنیز ډګر  کښې ښځو ته د لږ شان ونډې د ورکولو او په ښځو باندې د ظلم کولو په هکله د لویدیځو هیوادونو د ادعګانو درغوالی نندرې ته وړاندې کوي.    

 

ټیګونه