Dec 16, 2022 04:20 Asia/Kabul
  • ایران د وهابي ترهګرۍ  په ملاتړو کښې ځاې نلري

زمونږ خبریال راپور راکړی په ویانا خبرو کښې د ایران د مرکچي ټیم سلاکار سید محمد مرندي وویل ایران په داسې ځاې کښې چې هلته د وهابي ترهګرۍ ملاتړي دي فعالیت نشي کولای.

هغه پرون په ملګروملتونو کښې د امریکا د استازي مرکې ته په غبرګون کښې چې له ایم ایس این بي سي ټیلي ويژن سره یې کړي وه چې ویلي یې وو نن مو وښودله ایران د ملګروملتونو د ښځو د مقام په کمیسیون کښې چې په ټوله دنیا کښې د ښځو د ملاتړ او د هغوې د مقام د لوړتیا په هدف سره یوه نړیواله اداره ده هیڅ کار نلري او زیاته یې کړه  ایران په یوې نړیوالې ډلې کښې هیڅ ځاې نلري چې غړیو یې په افغانستان کښې له نولس سوه اتیایمې او نولس سوه نویمې میلادي لسیزې کښې د وهابي ترهګرۍ ملاتړ وکړ.

مرندي وویل ایران باید له داسې رژیمونو سره چې په سوریې او عراق کښې یې د وهابي ترهګرۍ ملاتړ و کړ یوځاې کې نني.

په ویانا خبرو کښې د ایران د مرکچي ټیم سلاکار محمد مرندي وویل ایران باید له هغو  کسانو  چې په یمن کښې د نسل وژنې په وړاندې چپتیا غوره کوي ځان لیرې وساتي او زیاته یې کړه دغه ډلې د ایران د ښځو ضد کیدا سبب کیږي.

 

ټیګونه