امریکا او اروپايان د خپلو هیوادونو مشکلات حل کړي
(last modified Wed, 21 Dec 2022 23:12:29 GMT )
Dec 22, 2022 03:42 Asia/Kabul
  • امریکا او اروپايان د خپلو هیوادونو  مشکلات حل کړي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د «یلدا» په شپه د امریکا د خارجه وزارت چټي خبرو ته په ځواب کښې وویل د ایران د ملت پرضد د زیاتو دبانو او بایکاټونو اعمالونکی هیواد د یلدا په شپه د ایرانیانو لپاره د تمساح یعني کروکوډایل اوښکې بهوي.

د امریکا د خارجه وزارت ویاند نیډ پرایس د یلدا د شپې په پلمه د ایران په هکله  خپلې لاسوهونکي  څرګندونې تکرار کړې او اعتراف یې وکړ چې د جوبایډن حکومت به د ایران پرضد د زیات دباو  ماتي خوړلي سیاست ته دوام ورکړي.

د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي پرون وویل د ایران د ملت پرضد د زیات دباو او د بایکاټ اعمالونکي او د ترهګرۍ او د بلواو ملاتړ کونکي  امریکا د یلدا په شپې د ایران د خلکو لپاره د تمساح اوښکې بهوي.

کنعاني وویل د معلومو ترهګرو ملاتړي او متحد هیوادونه ښه خبره دا ده چې خپلې خولې بندې کړي او د یلدا په شپه د صهیونیسټ رژیم او د خپلو هیوادونو او د خپلو خلکو د زیاتو کړکیچونو د حل په فکر کښې ووسي.

د امریکا د ولسمشر جوبایډن حکومت په ایران کښې د ناکراریو له پیلیدا راهسې تراوسه هر ډول اقدامات کړي دي او په صراحت سره یې ویلي دي چې د ډيپلوماسۍ په کړچار او په خبرو باندې د تمرکز پرځاې چې تل یې شعار ورکاوه د ایران په ناکراریو باندې تمرکز لري.

 

ټیګونه