ایران له عربستان سره د اړیکو د عادي کیدا هرکلی کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د بغداد د خبرو اترو د دوهم کانفرنس په څنګ کښې د سعودي عربستان له خارجه وزیر سره د خپلو مذاکراتو خبر ورکړ او ویې ویل هر وخت چې سعودي عربستان د اړیکو عادي کیدا ته د بیرته ستنیدا لپاره چمتو والی ولري ایران به یې هرکلی وکړي.
هغه وړمه ورځ د بغداد دوه په نوم کانفرنس کښې له ګډون کولو او اردن ته د خپل سفر له ختمولو وروسته له خبریالانو سره په مرکه کښې د تهران او د ریاض د ډيپلوماټیکو اړیکو د له سره پیلیدا د وخت په هکله د عربستان له خارجه وزیر سره کتنې ته په اشارې سره وویل د ایران اسلامي جمهوریت ډيپلوماټیکې اړیکې نه دي غوڅې کړي دي او دا عربستان و چې اړیکې یې غوڅې کړې او هر وخت چې سعودي عربستان طبیعي حالت ته د اړیکو د بیرته ستنیدا لپاره چمتو والی ولري ایران به یې هرکلی وکړي.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان دغه راز د تهران پرضد د بندیزونو د خبرو اترو په هکله د سلامشورو خبر ورکړ او ویې ویل له تیرو دوو یا دریو میاشتو راهسې امریکایانو په ریاکارانه څرګندونو کښې داسې اقدامات ترسره کړل چې د هغوې له خبرو سره یې سمون نه درلود امریکا بیا بیا په ویانا کښې موافقې ته د ټولو لورو د بیرته ستنیدا د نهايي ګام لپاره خپل ترجیح اعلانوه خو په رسنیو کښې یې ریاکارانه چلند ترسره کاوه.